چاريکار (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): د پروان د لوړو زده کړو موسسې اعتراض کوونکي استادان وايي، کاري اعتصاب يې ځکه پاى ته ورساوه، چې د لوړو زده کړو وزارت ورسره د ستونزو د څېړلو ژمنه کړې ده.
د دې دولتي موسسې د حقوقو پوهنځي سرپرست محمدصابر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ٤٥ استادانو او پنځو مامورينو د يادې موسسې د مشر د “بې کفايتۍ” له امله د وري په ٢٤مه کاري اعتصاب پيل کړ. محمدصابر، چې د نورو معترضو استادانو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، دغه اعتصاب يې ځکه کړى و چې د يادې موسسې مشر عطامحمد پويا پر خپل سر کارونه کوي، د استادانو مشورو ته غوږ نه نيسي او په اونۍ کې دوې يا درې ورځې په کابل کې وي. محمدصابر وايي، چې د دې موسسې يو شمېر استادانو تېره ورځ د لوړو زده کړو له وزير ډاکټرعبدالله عبيد سره په کابل کې وليدل او يادې ستونزې يې ورسره شريکې کړې. د ده په وينا، د لوړو زده کړو وزير وويل، چې د ده او يا د دغه وزارت د مرستيال وزير په مشرۍ به يو پلاوى پروان ته سفر وکړي او دغه ستونزې به وڅېړي. د محمدصابر د څرګندونو له مخې، استادانو د وزير د ژمني له امله کاري اعتصاب نن پاى ته ورساوه او اوس تدريسي چارې په نورمال ډول دوام لري. د يادې موسسې مشر عطامحمد پويا، چې پرې لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي، هم وايي، چې اعتصاب پاى ته رسېدلى او موضوع به د يو پلاوي له خوا وڅېړل شي. د لوړو زده کړو د دې موسسې محصلين خوښ دي، چې د استادانو کاري اعتصاب پاى ته ورسېد. د ادبياتو پوهنځي د څلورم ټولګي محصل منور سعيدي وايي: “د دې اعتصاب زيان موږ (محصلانو) ته رسېده، ځکه چې درس نه و او وخت مو خوشى تېرېده، خوښ يو چې اعتصاب پاى ته ورسېد.” د پروان د لوړو زده کړو موسسه، چې د ولايت په مرکز چاريکارو کې فعاليت لري، اته پوهنځي لري او په دې موسسه کې د شاملو څه باندې ٥ زره محصلينو تدريسي چارې د ٨٠ استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.