اسعد اباد ( پژواک ٢٦ ورى ٩٢ ) : وسله والو طالبانو په کونړ ولايت کې خپل دوه وسله وال ملګري د قتل په جرم وژلي دي.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شيرولي صميم د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن په ناړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې د مسافر او اکدر خان په نومونو دوه تنه طالبان درې مياشتې مخکې له سيمې څخه اوه ولسي وګړي له تښتولو وروسته وژلي وو.
د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو خپل دغه ملګري تر نيولو وروسته نن وژلي او د ناړۍ ولسوالۍ د ساو خوړ په سيمه کې يې جسدونه غورځولي وو.
شېرولي وويل ، چې د سيمې اوسېدونکو نن دغه مړي ترلاسه او خاورو ته سپارلي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، چې وژل شوي طالبان د همدې سيمې اوسېدونکي وو.
د ناړۍ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې د مسافر او اکدرخان په نومونو دغو طالبانو په سيمه کې د خلکو په تښتونو، وژنو او نورو ډېرو جرمونو کې لاس درلود .
سرچينې زياته کړه، چې وسله والو طالبانو خپل دغه ملګري تر نيولو وروسته د خپلې محکمې په امر وژلي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه معلومات نه درلودل.