جلال اباد (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): د نورستان لسګونه خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې پراختيايي پروژې پيل کړي.
په دې غونډه کې، چې پرون تر غرمې وروسته په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه، لسګونو نورستانيانو ګډون کړى و.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبيار وايي، نورستان ته دې پاملرنه زياته شي او پراختيايي چارې دې په کې پيل شي.
هغه د دې غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نورستان د دولت له پامه لوېدلى، د خلکو اقتصاد کمزورى دى، دې خلکو ته دې اسانتيا برابره شي.))
د ده په خبره، په نورستان ولايت کې امنيت هم ورځ تر بلې په خرابېدو دى او په کاره ده ، چې ولايتي او مرکزي اداره د امنيت راوستو غم وخوري.
د نورستان د فرهنګي شورا مشر منور همدرد هم وايي، چې د بيارغونې کارونه په ټپه درېدلي او ځينې وخت د پروژو پيسې يو شمېر چارواکي په خپلو جېبونو کې اچوي.
دى د نا امنۍ يوه ستونزه هم په نورستان کې د بيارغونې د کارونو په ټپه درېدل په ګوته کوي او وايي، چې که د بيارغونې کارونه وي له يو پلوه به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به امنيت پياوړى شي.
همدرد زياتوي، ډېر داسې کارونه کېږي، چې پروژې راشي، خو پيسې خوړل کېږي او شخصي جېبونو ته ځي.
د نورستان اوسېدونکى ابراهيم باى وايي، چې د نورستان په ډېرى ولسواليو کې روغتيايي کلينيکونه او ښوونځي نشته ، نورستانيان په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي له ولايتي شورا او نورو چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دوى ستونزې دې تر کابله ورسوي او مشکلات دې ور حل کړي.
د غونډې په پاى کې يوه پنځه ماده ييزه پرېکړه هم ولوستل شوه، له دولته په کې غوښتنه شوې وه، چې د نورستان پراختيايي چارې دې وڅاري.
دغه راز د نورستان چاراکي دې د خپلو جېبونو ډکولو پر ځاى پرمختيا ته پاملرنه وکړي.
خو د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې په نورستان کې به ډېر ژر پراختيايي چارې پيل شي او خلکو ته به کاري زمينې هم برابرې شي.
نورستان د ختيځ نا امنه غرنى ولايت دى، چې تل د رسنيو د سر ټکى وي.