Language

پاکستانيو ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې کې دروازه ودروله

جلال اباد(پژواک ٢٦ ورى ٩٢ ) : د ننګرهار مسوولين وايي، چې پاکستانيو ځواکونو د ګوشتې ولسوالۍ په سرحد کې دروازه درولې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياءعبدالزي د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سرحدي پوليسو د معلوماتو له مخې، تېره شپه پاکستانيو ځواکونو دروازه درولې ده.

نوموړى زياتوي ، چې بيګاه شپه پاکستانيو ځواکونو د دروازې د جوړولو چارې بشپړې کړې او له مخې يې پردې پورته کړې.

د ده په خبره، چې په دې اړه د ولايت مقام د پاکستان کونسل هم راغوښتى و او  نوموړي ورته څو ورځې وړاندې ډاډ ورکړى و، چې د دروازې دايښودو چارې درېدلې دي.

د عبدالزي په وينا، تېره اونۍ له کابل څخه يو پلاوى هم د دغې موضوع د څېړنې په خاطر راغلى و، خپل کار يې کړى او نور اجرات په هغوى پورې اړه لري او دوى د مرکز حکم ته په تمه دي.

د ګوشتې ولسوالۍ د سرحدي سيمې يو تن اوسېدونکى نبي الرحمن پژواک اژانس ته وويل ، چې پاکستانيو ځواکونو خپله دروازه ودروله او بيګاه يې پرانيستې ده.

نوموړى وايي ، مخکې له دې چې دروازه جوړه شي، پاکستانيو ځواکونو پرده درولې وه، خو چې بيګا يې پرده لرې کړه روغه دروازه په کې راښکاره شوه.

دى وايي: ((زموږ چارواکو ډېره بې غوري په دغه برخه کې کړې او لا يې هم کوي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم مني، چې د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي صفري نقطه کې پاکستان دروازه درولې او چارې يې بشپړې شوي.

ده وويل: ((د اردو لوى درستيز او ورسره پلاوي ډېره بې غوري کړې او يو ډېره لويه ستونزه همدوى جوړه کړه. ))

زمرى زياتوي، چې دا هر څه د ولايتي او مرکزي چارواکو د بې غورۍ له امله وشول او لاهم کيږي.

نوموړى پر مرکزي ادارې غږ کوي، چې نور دې په دغه موضوع نه چوپ کيږي او جدي اقدامات دې وکړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د ملي امنيت شورا غونډه کې دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله، چې په ګوشته کې د پاکستان له خوا ددروازې د درولو او تاسيساتو د جوړولو مخه ونيسي .

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن په کابل کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې پاکستان په ياده سيمه کې د دروازې د درولو ترڅنګ په سيمه کې د نويو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو خبر هم ورکړ.

هغه زياته کړه ، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ددې دروازې د له منځه وړلو لپاره به ملي ځواکونه له ټولو لارو څخه ګټه پورته کړي.

Related Topics