Language

په زابل کې چاودنې اته ملکي وګړي ووژل

کلات (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): د زابل په سيوري ولسوالۍ کې د ماين چاودنې اته  ملکي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د زابل د امنيه قوماندانۍ  د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار اوه بجې د دغه ولايت د سيوري ولسوالۍ د بورګي په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه تراکتور شوې ده.

سرچينې زياته کړې، په دې پېښه کې اته ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان  دي، چې روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

فراهي وويل، چې په وژل شوو کې څلور ښځې او په ټپيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومې نجوې دي.

 دکورنيو چارو وزارت دغه چاودنه، چې د دوى په وينا، د وسله والو طالبانو له خوا ماين ځاى پر ځاى شوى و، په کلکه غندلې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.