اسعد اباد ( پژواک ٢٦ ورى ٩٢ ) : په کونړ ولايت کې د وسله والو مخالفينو يوه اته کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا ډله ددې ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې ددولت پر ضد په وسله وال فعاليت بوخته وه .
هغه زياته کړه، چې د عبدالقدير په مشرۍ دغه ډله نن له اتو ميله وسلو سره له دولت سره يو ځاى شوه او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د هېواد په بيارغونه کې برخه اخلي.
د يو ځاى شوې ډلې مشر عبدالقدير پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له تېرو يوولسو کلونو راهيسې د امريکايانو پر ضد وسله راخيستې وه.
خو هغه زياته کړه ، اوس چې له ولسواليو څخه بهرنيان وتلي ، نو دوى خپله وسله کېښوده او له دې وروسته به خپل وروڼه نه وژني.