اسعد اباد (پژواک٢٦وري٩٢): په کونړ کې د ايساف په هوايي بريد کې د وژل شويو کسانو له هرې کورنې سره سل زره او له هر ټپي سره ٥٠ زره افغانۍ مرسته وشوه.
دغه بريد تېره تېره اونۍ د دغه ولايت د شيګل ولسوالۍ اړوند په شلتن دره کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال تر سره شو.
نن د ولسمشر حامد کرزي په امر د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ولسمشر سلاکار او د ياد شوي بريد د څېړنې پلاوي مشر شجاع الملک جلاله، د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي،سناتور رفيع الله حيدري اونورو مشرانو له خوا په دې پېښه کې د وژل شويو ١٧ تنو کورنيو ته سل ، سل زره او ١٢ ټپيانو ته پنځوس ، پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وويل: ” هر څوک چې زموږ ولسي خلک، قومي مشران،خويندې او ماشومان وژني، موږ يې په کلکه غندو او هغه د افغانانو دښمنان دي هغه که هر څوک وي.”
والي له خلکو وغوښنل چې د دولت وسله والو مخاليفينو ته په خپلو کورونو کې پناه ور نه کړي،ترڅو د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنيوى وشي.
د سيداغاجان په نوم يو تن ، چې په ياد بريد کې يې لور او دوه لمسيان وژل شوي ، له دې مرستې مننه وکړه ، خو زياته يې کړه چې که دولت ورته اوس ټوله دنيا هم ورکړي وژل شوي کسان بيرته نه راژوندي کيږي.
هغه غوښتنه وکړه ، چې نوردې د دغه ډول ناوړه پيښو د تکرار مخه ونيول شي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو يوه وياند ډګرمن تهوماس کولنز د وري په ٢١مه پژواک اژانس ويلي و ، چې د کونړ د پېښې په اړه د دوى پلټنې روانې دي او تر اوسه دا نه ده روښانه، چې ياده پېښه د دوى د ځواکونو له خوا رامنځته شوې وي