جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د ننګرهار ولايت يو شمېر سوداګرو او د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي، چې په ولسي جرګه کې د دغه ولايت وکيل حاجي ظاهر پرې ځمکه خرڅه کړې، خو اوس يې نه ورکوي.
دغه خلک، چې د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې يې نن (د وري ٢٧مه) د احتجاج په توګه خېمه وهلې او د نه خوړو اعتصاب يې کړى، وايي، چې د سره رود ولسوالۍ په باولۍ ډاګ کې يې د ولسي جرګې له غړي حاجي ظاهر قدير څخه د څه باندې سل ميليونو کلدارو په ارزښت ځمکه اخيستې، خو اوس ورته ځمکه نه سپاري.
د حاجي نجيب الله په نوم يوه سوداګر او صراف، چې په دې خېمه کې له لسګونو نورو احتجاجيانو سره ناست و، پژواک خبري اژانس ته وويل، څه موده مخکې يې د باولۍ په ډاګ کې له غلام حيدر او حاجي جمال څخه، چې د حاجي ظاهر ورور دى، ځمکه اخيستې ده.
هغه زياتوي، کله چې يې په دې ځمکه کې کار پيل کړ، نو د حاجي ظاهر د کسانو له خوا يې مخه ونيول شوه.
د نوموړي په وينا، له ډېرو هڅو وروسته يې له حاجي ظاهر سره وليدل، هغه ورته د حاجي قدير په ښارګوټي کې د ١٢٠٠ نومرو د ورکړې ژمنه وکړه.
خو حاجي نجيب الله وويل: ((د څو مياشتو په تېرېدو سره سره نه ځمکه او نه هم زموږ پيسې بېرته راکړل شوې دي.))
دى زياتوي، څو ځلې د حاجي ظاهر قدير کور ته ورغلل، خو نوموړي له دوى سره له کتو ډډه وکړه او بالاخره يې د دوى له حق څخه انکار وکړ.
انجنير فاروق، چې ده هم په نوموړي ډاک کې ځمکه اخيستې، وايي، له دوى سره د ځمکې ټول اسناد او شواهد په لاس کې دي، خو د ولسي جرګې غړى ظاهر قدير پرې سترګې پټې کړې دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې اړه مو ډېرې جرګې هم وکړې، خو هېڅ پايله يې نه لرله.))
انجينر فاروق وايي، د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ابرارالله مراد، چې د حاجي ظاهر مرستيال دى، له دوى يې د ضمانت په ډول ٣٠ لکه کلدارې واخيستې، خو هغه هم نه کومه پرېکړه وکړه او نه يې پيسې بېرته ورکړې.
د هغه په وينا، که چېرې دوى ته خپل حق ورنه کړل شي، اعتصاب به يې دوام ولري.
انجنير فاروق وايي، دوى دغه ځمکه د سوداګرۍ لپاره اخيستې وه، ډېره برخه يې پر نورو خلکو پلورلې، خو وايي چې هغوى اوس ځمکه او يا بېرته خپلې پيسې غواړي.
د احتجاج کوونکو په ډله کې ناستو نورو کسانو هم ويل، چې په باولۍ ډاګ کې يې د بيارغونې کارونه کړي، سلګونه زره روپۍ يې لګولې او اوس پرې حاجي قدير کار بند کړى دى.
دغو لسګونو اعتصاب کوونکو، چې مرګ پر حاجي ظاهر قدير او مرګ پر ابرار الله مراد يې شعارونه ورکول، رسنيو ته وويل، چې تر وروستيو به له خپل حق څخه دفاع کوي او له حاجي ظاهر قدير څخه به خپل حق اخلي.
بلخوا ابرار الله مراد، چې ځان د حاجي ظاهر مرستيال او استازى معرفي کوي وايي، چې د حاجي جمال له لوري يوه اندازه ځمکه پر دغو خلکو خرڅه شوې وه، خو وروسته بيا دوى په کې مداخله وکړه او دغو خلکو ته يې د حاجي قدير په ښارګوټي کې ١٣٠ نومرې ځمکه ورکړه.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دا چې دوى ته ځمکه رسېدلې او که نه دا د هغوى خپلمنځي کار دى، موږ ځمکه ورکړې ده.))
د مراد په خبره، په ننګرهار کې يو شمېر کړۍ غواړي، چې حاجي ظاهر قدير بدنام کړي نو په دې خاطر يې يو شمېر خلک د هغه په مقابل کې راپورته کړي چې اصلاً د سرچوک مزدوران دي.
د نوموړي په وينا، دا ټول د حاجي قدير پر ضد سياسي دسيسه ده.
هغه زياته کړه، چې دوى په راتلونکو څو ورځو کې د تورخم–جلال اباد پر لويه لاره د سرخ دېوال په سيمه کې د ځمکې د غصب پر ضد لاريون پلان کړى، نو ځکه ځينو کړيو د دغه لاريون د مخيوي په موخه دغه غوغا راپورته کړه.
ابرارالله مراد زياتوي، چې د راتلونکي شنبې په ورځ به د ننګرهار په ځينو سيمو کې لاريونونه وشي، ځکه د سرخ دېوال په سيمه کې يو شمېر غاصبينو ځمکې غصب کړې دي.