Language

د يوه پوليس په ګډون د ملي اردو دري سرتېري ووژل شول

اسعداباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ديوه پوليسو په ګډون د ملي اردو دري سرتېري وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه په شاوخوا يوولسو بجو وسله والو طالبانو د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ادم دره سيمه کې پر يوې سرحدي پوستې بريد کړى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د يوه پوليسو په ګډون د ملي اردو دريسرتېري وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سرکاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو بريدونو کې د ١٥ عسکرو د وژلو دعوه کړې ده.

درې ورځې وړاندې هم، د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پر سرحدي پوستې بريد کړى و، چې ١٣ سرتېري يې په کې وژلي وو.

Related Topics