Language

“د پاکستان وروستۍ کړنې د ډيورنډ کرښې د رسمي کولو لپاره دي”

جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د ولسي جرګه پخوانى مرستيال حاجي ظاهر قدير د ګوشتې د دروازې په قضيه کې حکومت پر بې غورۍ تورنوي او زياتوي چې پاکستان د ډيورنډ د رسمي کېدو لپاره دغه ډول کارونه کوي.

پرون په کابل او ننګرهار کې چارواکو ويلي وو، چې پاکستان د ګوشتې په سرحد کې دروازه درولې او د نورو تاسيساتو په جوړولو يې هم لاس پورې کړى دى.

دغه کار د حکومت کلک غبرګون را وپاراوه او ولسمشر حامد کرزي د امنيت شورا په غونډه کې د کورنيو، بهرنيو او دفاع وزارتونو ته امر وکړ، چې د دغه کار د مخنيوي لپاره دې ټول اقدامات په لاره واچوي.

خو په ولسي جرګې د ننګرهار د خلکو استازى او د دې جرګې پخوانى مرستيال حاجي ظاهر قدير په دغه کار کې حکومت پر بېغورۍ تورنوي.

هغه د وري په ٢٧مه په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې که له دې وروسته افغانستان ته هر ډول ستونزه د ګاونډيو هېوادونو او نورو له خوا رامنځته کېږي، مسوول به يې يواځې ولسمشر او د هغه کابينه وي.

نوموړي ادعا وکړه، چې ولسمشر او کابينه کې يې په مهمو موضوعاتو کې بېغوري کوي او لا هم دغه کار ته ادامه ورکوي.

نوموړى وايي، چې د افغانستان د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه او د ننګرهار ولايتي ادارې په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دروازې جوړېدو په چارو کې له بېغورۍ کار اخيستى دى.

نوموړى وايي: ((دلته د پردې شا ته ډېرې لويې خبرې روانې دي، په خپله حکومت او ولسمشر کرزى په کې دخيل دى.))

خو ظاهر قدير په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

هغه زياته کړه، څو کاله وړاندې چې دى د سرحدي ځواکونو قوماندان و، پاکستاني ځواکونه په هغه وخت کې هم له پولې را اوښتي وو، چې ده ورسره جګړه هم وکړه او هغوى يې په شا وتمبول.

حاجي ظاهر قدير وايي، پر کونړ بريدونه، په ګوشتې ولسوالۍ کې د دروازې جوړېدل او يو شمېر نورې ستونزې د پاکستان له لوري د ډيورنډ د کرښې د رسمي کېدو لپاره هڅې دي، خو په هېڅ صورت دغه هڅه نه شي کاميابېداى.

نوموړي پر دولت غږ وکړ، که چېرې دوى نه شي کولى چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو مخه ونيسي، نو ولس ته دې پرېږدي، ولس کولى شي چې له خپلو پولو ساتنه وکړي.

د ده په خبره، پاکستان شاوخوا ١٧٠ کيلومتره د افغانستان په خاوره کې را دننه شوى او لا يې هم هڅې روانې دي.

حاجي ظاهر زياتوي، د ده د تبديلۍ په اړه امريکايي ځواکونو ولسمشر ته ويلي وو، چې بيا هماغسې وشول.

هغه له حکومته وغوښتل، چې د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې دې جدي غبرګون وښيي.

حاجي ظاهر وايي، په هېڅ ډول به دغه خبره چوپه پاتې نه شي او نور ولس هم د پاکستان په مقابل کې پاڅون ته تيار دى او کېداى شي ورپسې را وپاڅېږي.

د يادونې ده، پرون د ملي دفاع وزارت وياند وويل، چې دوى به د پاکستان د دغه کار پر وړاندې له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

بلخوا ارګ د ګوشتې په مسئله کې د بېغورۍ په اړه د حاجي ظاهر قدير ادعاوې په کلکه ردوي او زياتوي، چې حکومت په دې برخه کې جدي اقدامات کړي دي.

د ولسمشر د ويندوى مرستيال فايق وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر په دې اړه د ملي امنيت شورا په غونډه کې کلک غبرګون وښود او اړوندو وزارتونو ته يې سپارښتنه وکړه، چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

نوموړى وايي، د همدې موخې لپاره د ملي دفاع وزارت يو لوړپوړى پلاوى پرون پاکستان ته تللى و او د دغه هېواد له پوځي چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړې دي.

Related Topics