Language

“ناسمې ادارې د بـټي کوټ امنيت خراب کړى”

جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي شکايت کوي، چې د ناسمې ادارې له امله د دې ولسوالۍ امنيت ورځ تر بلې خرابيږي.

بټي کوټ د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار ختيځ ته د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالي ده،  چې په دې وروستيو کې يې امنيت خراب شوى او د دولت وسله وال مخالفين هره ورځ لويې لارې ته راوځي او بريدونه کوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او د يادې لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي، چې د مخالفينو بريدونه د ورځې معمول ګرځېدلي، خو دولت د دې ولسوالۍ امنيت ته سمه پاملرنه نه کوي.

دغه راز د يادې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران د دې ولسوالۍ چارواکي په غفلت تورنوي او وايي، چې ولايتي ادارې په بټي کوټ ولسوالۍ کې کار اهل کار ته نه دى سپارلى.

قومي مشر حاجي ملنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بټي کوټ کې ورځ تر بلې ناامني زياته شوې او د دولت واکمني يواځې د ولسوالۍ تر يو کيلومترۍ پورې محدوده شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې ټول غير مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي، چې نه پر خپل کار پوهېږي او نه هم د ولس ستونزې هوارولى شي.

دى وايي، چې په روانه  مياشت کې ٢٢ ځلې په دې ولسوالۍ کې د دولت او وسله والو تر منځ نښته شوې، چې له ٩ ډېرو عامو وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بټي کوټ يو بل قومي مشر، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د ولسوالۍ امنيه قوماندان پر غفلت تورنوي او وايي، چې هغه له ډېرې بې پروايۍ تل په دفاعي حالت کې وي.

نوموړى پر ولايتي ادارې غږ کوي، چې بټي کوټ ولسوالۍ ته دې مسلکي کسان او نور اداري کارکوونکي ور واستوي، تر څو د امنيت په ټينګښت کې په مسلکي ډول رول ولوبوي.

د دې ولسوالۍ بل قومي مشر حاجي قادر شاه هم ورته خبره کوي او وايي، ډېرى شمېر هغه کسان ، چې دولتي دندې يې لرلې، کډې کولو ته مجبور شوي او له بټي کوټ ولسوالۍ څخه يې کډې کړې دي.

نوموړى وايي، ناامني تر دې حده را رسېدلې، چې په رڼا ورځ د پوليسو د پوستې په ٥٠ مترۍ کې وسله وال له موټرو دولتي مامورين ښکته کوي او له ځان سره يې بيايي.

قادرشاه وايي: ((وسله والو د تېرې يکشنبې په ورځ پر عمومي سړک تلاشي کوله او د پوليسو پوسته يې په ٤٠٠مترۍ کې واقع ده.))

هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ په ګړۍ، چهاردهي، امبرخانه او يو شمېر نورو لرو پرتو سيمو کې د طالبانو واکمني چلېږي او په ډېرى ځايونو کې طالبان د هغوى ستونزې فيصله کوي.

قادرشاه وايي، چې طالبان له ټولو دولتي فارمونو اجاره اخلي، فصل په فصل ګرځي او خپله اجاره ټولوي.

د امنيتي چارو کارپوه متقاعد جنرال وسيم نواب زاده پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د ناامنۍ يو لامل د ولايتي ادارې چارواکي هم دي.

هغه زياته کړه، چې ولايتي ادارې په ډېرو ځايونو کې هغه څوک پر دندو ګومارلي، چې وړتيا نه، بلکې روابط لري.

جنرال نسيم وايي، په کومو ولسواليو کې، چې وړ او مسلکي کسان په امنيتي دندو کې بوخت دي، په هغو ولسواليو کې امنيتي حالت هم ښه دى.

دى وايي: ((بټي کوټ د سړک پر سر يوه وړه ولسوالي ده او دا ټول دولت ترې تاو دى امنيت يې نه شي ټينګولى.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې د بټي کوټ د ناامنۍ د لرې کولو په خاطر ولايتي اداره هېڅ کومه ځانګړې پاليسي نه لري.

هغه پړه پر والي او امنيه قوماندان ور اچوي او وايي، که چېرې دوى ورته پام وکړي او وغواړي چې په بټي کوټ کې امنيت راشي، په دوو ورځو کې کولاى شي امنيت ټينګ کړي.

بلخوا د بټي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار هدايت ادعا کوي، چې د پخوا په پرتله په بټي کوټ ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى او دوى يې د نور ښه والي لپاره هڅې کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((څوک چې دلته پر دندو بوخت دي د خپل وطن لپاره خدمت کوي.))

دى وايي، چې د پوليسو له کموالي سره مخ دي او په کار ده چې په دې برخه کې ورسره مرسته وشي.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي هغه ادعاوې په کله ردوي، چې ګواکې يو شمېر چارواکي دې د اړيکو له مخې په بټي کوټ ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي وي.

هغه زياته کړه: ((ټول کسان چې په بټي کوټ کې د دولت استازيتوب کوي، وړ او مسلکي خلک دي.))

دى وايي، په دې وروستيو کې يې د بټي کوټ د امنيت د ښه والي په موخه ګڼ چاڼيز عمليات په پام کې نيولي او هم به په نږدې راتلونکي کې يو شمېر پوستې په بټي کوټ ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى کړي.

نوموړي زياته کړه: ((په اوس وخت کې په بټي کوټ کې کاملاً امنيت دى او د کوکنارو پر ضد کمپاين هم  په کې پيل شوى دى.))

نوموړى دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تېره ورځ هم په بټي کوټ ولسوالۍ کې شاوخوا شپږ ساعته نښته د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ شوې وه، چې له امله يې تر ٢١ زيات مخالفين ووژل شول.

Related Topics