Language

نيمروز کې ٣٥ کيلوګرامه هيرويين ونيول شول

 کابل-اسعداباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): په نيمروز ولايت کې پوليسو ٣٥ کيلوګرامه هيرويين ترلاسه کړي، بلخوا په کونړ کې د کوکنارو اړولو پر مهال پر پوليسو چاودنه شوې ده.

 د نيمروز د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد کارګر وايي، چې پوليسو نن سهار د دغه ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٣٥ کيلوګرامه هيرويين ترلاسه کړي دي.

 هغه زياته کړه، چې دغه نشه يي توکي په بوريو کې د غنمو په کرونده کې ځاى پر ځاى شوي وو او قاچاقچيانو غوښتل، چې نورو سيمو ته يې ولېږدوي.

 نوموړي وويل، چې له دغو توکو سره د تړاو په تور څوک نه دى نيول شوى.

 د کارګر د معلوماتو له مخې، په روان لمريز کال کې تر اوسه پوليسو په دغه ولايت کې ١٠١ کيلوګرامه هيرويين کشف او ترلاسه کړي دي.

 د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال تر چاودنې وروسته نښته رامنځته شوې ده.

 د والي وياند واصف الله واصفي پژواک ته وويل، چې دا چاودنه  نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنج ګل په ادم دره کې شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د چټک غبرګون قطعې يو پوليس وژل شوى او بل يې ټپي دى.

 د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپى وايي، چې له دې پېښې سره سره به په دغه ولايت کې د کوکنارواړولو کمپاين روان وي.