Language

ولسشمر حامد کرزي د امريکا دبوسټن ښار چاودنې وغندلې

 کابل : ( پژواک ٢٧ ورى ٩٢) : دافغانستان ولسمشرحامد کرزي دامريکا دبوستن ښار چاودنې وغندلې .

دخپرو شوو راپورونو پر بنسټ ، تېره ورځ دامريکا په بوسټن ښار کې دځغاستې يوې سيالۍ په پاى کې ددوو چاودنو له امله دڅلورو کسانو د وژل کيدو ترڅنګ له ١٠٠ زيات کسان ټپيان شول .

 د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر کرزى ددغو چاودنو له امله ملکي مرګ ژوبلې اغيزمن کړى دى .

د سرچينې په وينا ، ولسمشر په سختو ټکو ددغه  “ترهګريزو بريدونو ” دغندنې ترڅنګ ويلي دي : ” دافغانستان خلک له کلونو راهيسې دترهګرۍ قرباني دي ، له همدې امله له ورته بريدونو د رامنځته شوې مرګ ژوبلې درد او ځور ښه درک کولاى شي .”

 ولسمشر د امريکا له خلکو او دقربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده .

په راپور کې همدارنګه راغلي ، چې دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما دتيرې ورځې دغو چاودنو ته د ډار اچونې کلمه نه ده کارولې او ويلي يې دې ، چې عاملين به يې دقانون منګولو ته وسپاري .

Related Topics