ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان ګوشته کې درولې دروازه لرې کوي”

“پاکستان ګوشته کې درولې دروازه لرې کوي”

author avatar
16 Apr 2013 - 16:35
“پاکستان ګوشته کې درولې دروازه لرې کوي”
author avatar
16 Apr 2013 - 16:35

کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د افغانستان د  ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، پاکستاني لوري ورسره ژمنه کړې چې د ننګرهار له  ګوشتې ولسوالۍ سره په سرحد کې به درولې دروازه بېرته لرې کړي.

پرون په کابل او ننګرهار کې چارواکو ويلي وو، چې پاکستان له ګوشتې سره په سرحد کې دروازه درولې او د نورو  تاسيساتو په جوړولو يې هم لاس پورې کړى دى.

دغه کار د افغانستان له سخت غبرګون سره مخ شو او د نړيوالو اصولو خلاف يې وباله.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته امر وکړ، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دروازې، پوستې او د پاکستان د نورو تاسيساتو د لرې کولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي نن پژواک خبري اژانس ته وويل،  چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت يو پلاوى د يادې  ستونزې د حل په موخه اسلام اباد ته تللى و.

هغه وويل، چې پاکستاني لوري له دغه پلاوي سره د يادې دروازې د لرې کولو ژمنه کړې ده.

ده وويل، چې د دروازې لرې کېدو ته په تمه دي ترڅو په دې اړه د ملي دفاع وزارت خپل رسمي دريځ اعلان کړي.

د پاکستان پوځ هم په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دروازې ستونزه يې له افغان چارواکو سره حل کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.