هرات ښار (پژواک، ٢٧ ورى ٩٢): د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، چې د بالامرغاب-مقر ولسواليو پر لاره يې د دوو ملکي وګړو جسدونه موندلي دي.
د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه دوه تنه نن سهار له بالامرغاب ولسوالۍ څخه د موټرسايکل په وسيله مقر ولسوالۍ ته روان وو، چې ناپېژاندو کسانو په ډزو وژلي دي.
ده زياته کړه، دا پېښه د طالبانو د نفوذ په سيمه کې رامنځ ته شوې، خو پوليس د عاملينو د پېژندګلوۍ او نيولو هڅې پيل کړې دي.
د بالامرغاب د عليزيو د کلي يوه اوسېدونکي شېراحمد دا پېښه تاييد کړه، خو پر حکومت يې نيوکه وکړه، چې د لويو لارو او مساپرو د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلى دى.
ده وويل، وژل شويو کسانو له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.