Language

لښکرګاه (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو له روزنيز مرکز څخه تر درې مياشتنۍ روزنې وروسته ٢٧٣ ساتنمنانو ته د فراغت سندونه ورکول شول.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، يادو پوليسو ته په تېرو درېيو مياشتو کې د کورنيو او بهرنيو روززنکو له لوري روزنه ورکړل شوې ده.

نوموړي د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل: “دغو پوليسو ته د جنګي تکتيکونو ترڅنګ د عدالت، امنيت، په تلاشيو او عملياتو کې له عامو خلکو سره د چلند په اړه روزنه ورکول شوه.”

امنيه قوماندان زياتوي، پرله پسې زده کړې او روزنې د دې لامل شوې، چې په پوليسو د خلکو باور زيات شي او په امنيت کې ښه والى راشي.

د فارغ شويو ساتنمنانو ١٠٨ تنه به په نيمروز ولايت او پاتې نور به يې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې دندې پيل کړي.

د پوليسو د روزنيز مرکز سرپرست سمونوال عبدالواسع وايي، د پوليسو نيمګړتياوې اوس کمې شوي او په راتلونکي کې به د وسلو او تجهيزاتو له پلوه هم سمبال شي.

دوهم څارن مشعل عمرزى، چې په دې مرکز کې يې روزنه ليدلې، وايي، په بېلا بېلو برخو کې يې عملي او نظري روزنه ترلاسه کړه.

د لښکرګاه په روزنيز مرکز کې په تېرو دوو کلونو کې ٦٧٠٠  پوليسو ته روزنه ورکول شوې ده.

Related Topics