Language

اته وسله وال او شپږ پوليس ووژل شول

هرات-غزني (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، په هرات او غزني ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو له امله اته وسله وال او شپږ پوليس وژل شوي دي.

په لوېديځ زون کې د ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي وايي، نن سهار طالبانو د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې د بريد پلان درلود، خو په دې اړه مخکې له مخکې د ملي اردو ځواکونو ته راپور رسېدلى و او بريد يې پرې وکړ.

ده پژواک خبري اژانس ته زياته کړه، په دې پېښه کې پنځه وسله وال ووژل شول او يو ټپي شو.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي دا نښته تاييدوي، خو زياتوي چې يو پوليس افسر هم په کې وژل شوى دى.

د ظفر قول اردو د وياند نجيبي په وينا، د هرات په شينډنډ کې هم د جلا عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

پښتون زرغون او شينډنډ د هرات له ناامنو سيمو بلل کېږي.

د يادونې ده، چې نن هم د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې پر يوه موټر د ماين چاودنې اوه ملکي وګړي ووژل.

د يو بل خبر له مخې، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د عامه ساتنې د پوليسو پر موټر د ماين چاودنې پنځه تنه ووژل.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، دا پېښه د کابل – کندهار پر لويه لار د ابو کلا په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ده په وينا، چې د يادو پنځو پوليسو مړي ملکي روغتون ته ور وړل شوي دي.

دوه ورځې مخکې د کابل–کندهار پر لويه لار د غزني اړوند د ناني په سيمه کې د وسله والو په يوه بريد کې دوه انجنيران او يو کارګر هم وژل شوي وو.