هرات (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): په بادغيس کې له سولې سره يو ځاى شوي طالبان وايي، چې دولت ورسره هيڅ مرسته نه ده کړې او ژوند يې هم خوندي نه دى.
ملا نعيم د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې تېر کال له خپلو شلو ملګرو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شوى، خو اوس نه کار لري او نه يې کور د اوسېدو لپاره مناسب دى.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د کورنۍ له پنځو غړي سره په يوه کوټه کې ژوند کوو، دولت مې له ټولو ستونزو خبر دى، خو هيڅ مرسته يې هم نه ده راکړې. ))
نوموړى زياتوي، که امنيتي ځواکونه د دوى په سيمو کې عمليات ترسره کړي او سيمه يې امن شي دوى به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او له ډېرو ستونزو به خلاص شي.
ملا دوست محمد هم چې پخوا د طالبانو ملګرى و، يو کال مخکې د قادس په ولسواليو کې له څو نورو وسله والو سره يوځاى د سولې له پروسې سره يو ځاى شو.
نوموړى پژواک ته وويل، تر پخوا يې اقتصادي ستونزې زياتې شوې، کار نه لري، له دولته يې څو ځلې د مرستو غوښتنه کړې، ژمنې ورسره شوې خو عملي شوې نه دي.
ملا دوست محمد زياتوي، ژوند يې په خطر کې دى، څو ځلې ګواښونه ورته شوي او وايي، چې امنيتي ادارې دې بايد د سولې له پروسې سره د يو ځاى شوو طالبانو امنيت خوندي کړي د کار او ښه ژوند اسانتياوې دې ورته برابرې کړي.
هغه پژواک ته وويل: ((د قومي مشرانو په منځګړيتوب د سولې له پروګرام سره يو ځاى شوم دوه، درې ځلې کمه مرسته راسره وشوه، له هغه وروسته زما او له سولې سره د يوځاى شوو ټولو کسانو نه ژوند خوندي دى او نه کار لري.))
په سيمه کې د مدني ټولنې غړى عبدالله درانى هم وايي، چې په بادغيس کې له سولې سره يو ځاى شوي طالبان په بدو شرايطو کې ژوند کوي، نه يې امنيت خوندي دى او نه کار لري.
هغه له چارواکو غوښتنه کوي، چې سولې ته د راغلو وسله والو امنيت دې خوندي کړي او هم دې سالم مصروفيت او د ژوند نورې اسانتياوې ورته برابرې کړي.
ولايتي وياند شرف الدين مجيدي له سولې سره د يوځاى شوو وسله والو ستونزې مني، خو زياتوي چې هغوى سره يې په خپل وخت کې مرسته کړې ده.
د مجيدي په وينا، ولايتي اداره او د سولې شورا سيمه ييز دفتر په پام کې لري، د کاري زمينو د برابرولو په لړ کې ټولو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي او هم يې د ساتنې او خونديتوب چاره وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د همدغو کاري زمينو او خوندي امنيتي شرايطو د نشتوالي له امله په بادغيس ولايت کې د ملا عيدګل په مشرۍ له سولې سره د يو ځاى شوو طالبانو ډله يوه اونۍ مخکې بېرته د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوه.