جلال اباد (پژواک٢٨ورى ٩٢): د نورستان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند د وري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر وسله والو طالبانو نن شاوخوا لس بجې د نورستان په وايګل ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړى دى.
د ده په خبره، په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو د يوه مهم قوماندان ملاعبدالظاهر په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
نوموړی زياتوي، وسله وال کسان د يادې ولسوالۍ په يوه غرييزه سيمه کې ناست وو، چې بې پيلوټه الوتکې پرې بريد کړی او دواړه يې وژلي دي.
ياده دې وي، چې څه موده وړاندې په نورستان ولايت کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۶ وسله وال وژل شوي وو.