جلال اباد (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): په لغمان ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور سيمه ييز پوليس او يو شمېر وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا دوه نيمې بجې د الينګار ولسوالۍ او مهترلام ترمنځ پر غځېدلي سړک د بي بي هاجرې په سيمه کې وسله والو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې د دغه بريد په ترڅ کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او په ځوابي بريد کې ګڼ شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
سرحدي ځواک وايي، چې په دې پېښه کې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوی هم دی او روغتون ته لېږدول شوى دى.
نوموړي وويل، چې د مخالفينو يوې لويې ډلې پر يادې پوستې ډله ييز بريد کړى و، خو د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول او وتښتېدل.
طالبانو ادعا کړې، چې په دغه بريد کې يې اوه سيمه ييز پوليس وژلي او پوسته يې هم نيولې وه.
خو طالبانو د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.