هرات ښار (پژواک٢٨ورى٩٢): په ايران کې د ١٣ وژل شويو افغانانو جسدونه په هرات کې خپلو خپلوانو ته وسپارل شول.
د دې جسدونو د لېږد په موخه د کهسان ولسوالۍ له سلو زيات کسان د هرات روغتون ته د خپلو مړو د ترلاسه کولو په موخه راغلي اوو د تابوتونو ترڅنګ يې د هغو ى عکسونه هم ورسره ايښي وو.
ميرخان چې د خپل يوه زوی او ځوان ورور او نورو وژل شويو کسانو تابوتونه يې رالېږدول، نن ماښام (د وري ٢٨مه) يې د هرات په روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل: “دغه کسان ټول ۱۳ ځوانان وو، چې تېر کال د وږي مياشتې په ۴مه ايران ته د مزودرۍ لپاره روان وو، خو د ايراني سرحدی ځواکونو له لوري تر نيولو وروسته په ډزو ووژل شول.”
د ده په وينا: ((مړي يې د اسلام قلعه سرحد ته نږدې په ۲۵ کيلومترۍ د ايران په تي اباد ښار کې په پټه خښ شوي وو، چې تر شپږ مياشتنيو هلوځلو وروسته د ددغو جسدونو په رالېږد وتوانېدل.))
دى وايي، د افغان حکومت د بهرنيو چارووزارت چارواکو ورته په ايران کې د خپلو مړو د پېژندلو او د قبرونو د سپړنې زمينه برابره کړې وه.
هغه زياته کړه، د ايران حکومت ورته څلور جسدونه يوه اونۍ وړاندې سپارلي وو او دادى پاتې نهه جسدونه يې نن ورته وسپارل.
د حبيب الله په نوم يو تن چې په وژل شويو کسانو کې يې د حفيظ الله په نوم يو زوى شامل دى، پژواک سره په خبرو کې ايران ظالم حکومت وباله او زياته يې کړه، چې د خپل مظلوميت چيغه به ملګرو ملتونو او د بشر حقونو ادارې ته رسوي.
ده زياته کړه، تر هغو به جسدونه خاورو ته ونه سپاري، څو ايران د دې کسانو قاتلين نړيوالې محکمې ته ونه سپاري.
د هرات د ملکي روغتون يوه مسول ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، دوى ته نن ۹ جسدونه له ايران څخه راوړل شوي دي.
د ده په خبره، د دغو جسدونو طبي عدلي څېړنه پيلوي، ترڅو جوته شي چې دغه کسان په څه ډول وژل شوي دي.
پژواک هڅه وکړه، چې د دغې پېښې په اړه په هرات کې د ايران له قونسلګرۍ سره خبرې وکړي، خو بريالى نه شو.
څه موده وړاندې د يادو کسانو د وژل کېدو په غبرګون هرات کې د ايران قونسګري مخې ته لاريون وشو، چې په پايله کې يې د ايران قونسلګري د لنډې مودې لپاره خپل کار بند کړ.