Language

پاکستان له ګوشتې سره په سرحد کې درولې دروازه لرې کړه

جلال اباد (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې درولې دروازه بېرته لرې کړې ده.

د دغه ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه ناوخته د يادې دروازې دواړه پلې لرې کړې، خو چوکاټ يې اوس هم ولاړ دى.

د ګوشتې ولسوال عيسى خان ځواک هم پژواک اژانس ته د دروازې د لرې کولو خبر تاييد کړى او زياته يې کړه، چې پاکستان دغه اقدام د افغانستان د حکومت له خوا د جدي غبرګون او ديپلوماتيکي هلو ځلو په پايله کې ترسره کړى دى.

پرون د ملي دفاع وزارت وياند وويل، پاکستاني لوري ورسره ژمنه کړې، چې د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ سره په سرحد کې به درولې دروازه بېرته لرې کړي.

تېره اونۍ د ننګرهار چارواکو ويلي وو، چې پاکستاني ځواکونو د ګوشتې په سرحدي سيمه کې د دروازې لګولو او نورو تاسيساتو پر جوړولو کار پيل کړى، چې وروسته د افغانستان حکومت پرې کلک غبرګون وښود.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته امر وکړ، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دروازې، پوستې او د پاکستان د نورو تاسيساتو د لرې کولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړ او په دې اړه يې د افغانستان له کلک غبرګون څخه خبر کړ.

د دې موضوع د هواري لپاره د ملي دفاع وزارت يو لوړ پوړى پلاوى وړمه ورځ پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له پوځي چارواکو سره يې خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ هم په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دروازې ستونزه يې له افغان چارواکو سره حل کړې ده.

Related Topics