محمودراقي (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د فرانسې هېواد په دوه ميليونه يورو مرستې ٥٠ بستريز روغتون جوړيږي.
د دغه روغتون د جوړولو کار نن د نجراب په احمدبېک تپه کې پيل شو.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه روغتون ودانۍ به په ١٤ جريبه ځمکه کې د يو کال په موده کې د فرانسې هېواد په دوه ميليونه يورو مرسته جوړ او په پرمختللو طبي وسايلو به سمبال شي.
دى وايي، چې دغه روغتون به يوه دوه پوړيزه او يوه يو پوړيزه ودانۍ ولري او د نجراب ټول خلک به چې شمېر يې شاوخوا ٢٥٠ زرو ته رسيږي، د پرمختللو وسايلو په لرلو سره د روغتيايي چوپړ تر پوښښ لاندې راولي.
د کاپيسا د عامې روغتيا مشر ډاکټر ميرزامحمد د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ډاکټرانو د څلورو کورنيو لپاره کورونه هم په پام کې نيول شوي دي.
د نجراب د لويې درې اوسېدونکى ميراقا وايي، چې د دې ولسوالۍ خلک خوښ دي چې په سيمه کې يې پرمخ تللى روغتون جوړيږي.
د هغه په وينا، دا مهال په نجراب کې روغتيايي کلينيکونه شته، خو هغه کسان، چې ناروغي يې سخته وي، د درملنې لپاره د کاپيسا مرکز او کابل ته د درملنې لپاره لېږدوي.
د کاپيسا والي محراب الدين ساپي د دغه روغتون د ودانۍ د کار د پيل پر مهال وويل، پلان لري چې د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې هم يو روغتون جوړ شي.
د کاپيسا د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال په نجراب کې ١٣ روغتيايي کلينيکونه فعاليت لري.