Language

په ننګرهار کې د پي ار ټي ماموريت پاى ته ورسېد

 جلال اباد (پژواک٢٨ورى ٩٢): په ننګرهار کې د امريکا متحده ايالاتو د بيارغونې ولايتي ډلې ماموريت پاى ته ورسېد او دفتر يې وتړل شو.

 دغه مطلب په ننګرهار کې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى دى.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ننګرهار مرستيال والي په هغو مراسمو کې چې په دې مناسبت جوړ شوي و، د امريکا د متحده ايالاتو له مرستو څخه مننه وکړه، چې د ننګرهار ولايت يې د بيارغونې په برخه کې کړې دي.

 ده زياته کړه ، له نېکه مرغه افغان دولت اوس پياوړى شوى، بنسټونه يې تقويه شوي، چې اوس ګڼ مسووليتونه افغانان په خپله غاړه اخلي.

 هغه د افغان امنيتي او ملکي ادارو له مسوولينو څخه وغوښتل ، چې نور خپل مسووليتونه او خدمات په صادقانه توګه ترسره کړي.

 د سرچينې په وينا، په دې مراسمو کې په افغانستان کې د امريکا سفارت استازي  ډيوډ وويل، چې په ننګرهار کې د پي ار ټي ادارې نږدې لس کاله وړاندې په کار پيل کړى و .

 ده زياته کړه، دغې ادارې په ننګرهار کې د شاوخوا ٥٣٥ ميليونو ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي، چې پر مټ يې د ښوونځيو ودانۍ، کلينيکونه، سړکونه جوړ شوي دي.

 د هغه په خبره، د ولايتي بيا رغونې ډلې ١٦٦٥٠ ښوونکو او ٦٦٠ روزونکو ته مسلکي روزنه ورکړې، له ٧٠٠ کيلومتره څخه يې زيات سړکونه جوړ کړي، د ٢٠٠٠ په شاوخوا کې ملي او ٢٢٠٠ سيمه ييز پوليس روزلي دي.

 دى وايي، د PRT د کرنې ډلې په خپل تېر ماموريت کې د ١٥٤ په شاوخوا کې کانالونه جوړ کړي او يا يې رغولي دي، ١٠٨ استنادي دېوالونه يې جوړ او په زياته اندازه ځمکې ته يې د اوبو لګولو سيستم جوړ کړى دى.

 د مراسمو په وروستۍ برخه کې د پي ار ټي ځانګړى بيرغ په راښکته کولو سره په دغه ولايت کې د دې ادارې ماموريت پاى ته ورسېد.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.