جلال اباد (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): د ګوشتې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې پاکستان د سرحدي پوليسو په خوښه دروازه ايښې ده، بلخوا سرحدي پوليسو خبريالانو ته اجازه ورنه کړه، چې له يادې سيمې ليدنه وکړي.
تېره اونۍ د ننګرهار چارواکو وويل، چې پاکستاني ځواکونو د ګوشتې په سرحدي سيمه کې د دروازې ايښودلواو نورو تاسيساتو پر جوړولو کار پيل کړى، چې دغه کار د افغانستان د حکومت کلک غبرګون راوپاراوه.
ولسمشر حامد کرزي د افغانستان ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته امر وکړ، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دروازې، پوستې او د پاکستان د نورو تاسيساتو د لرې کولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.
د ملي دفاع وزارت وياند وړمه ورځ ويلي وو، چې پاکستان ورسره ژمنه کړې، چې دغه دروازه به لرې کوي، دغه راز په ننګرهار کې د ملي امنيت يوې سرچينې پرون پژواک ته ويلي وو، چې پاکستان دروازه لرې کړې، خو د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دروازې چوکاټ پر خپل ځاى دى، يواځې پلې يې لرې کړي دي.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې پاکستان په سيمه کې پر لويو تاسيساتو جوړولو لاس پورې کړى او د لويې دروازې چوکاټ هم پر ځاى پاتې دى.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ د وياند ادريس مومندد فيس بوک په پاڼه کې د يادې دروازې او تاسيساتو يو انځور خپور شوى دى.
په دغه انځور کې ښودل شوې، چې د يوه خامه سړک په منځ کې د خيبر دروازې په څېر د اټکل له مخې شپږ په څلورو مترو کې لويه دروازه جوړه شوې ده.
د دروازې يوه لوري ته د تپې پر سر په څو جريبه ځمکه کې لويه کلا جوړه شوې او شاوخوا يې د نورو تاسيساتو په جوړولو هم کار روان دى.
د پژواک اژانس په ګډون د ننګرهار يو شمېر خبريالان پرون ګوشتې ولسوالۍ ته ولاړل او هڅه يې کوله، چې هغه سيمه له نږدې وګوري چېرې چې پاکستان دروازه او تاسيسات جوړ کړي دي.
له ګوشتې څخه شاوخوا ١٥ کيلومتره وړاندې د سرحدي پوليسو د څلورم کنډک قومانداني واقع ده او پاکستان د دغه کنډک په شاوخوا ١٥ کيلومترۍ کې دروازه جوړه کړې ده.
کله چې خبريالانو هڅه وکړه، چې يادې سيمې ته ولاړ شي، نو په سيمه کې د څلورم کنډک قوماندان ډګروال عبدالبصير خبريالانو ته د امنيتي ستونزو له امله اجازه ورنه کړه.
هغه وويل: ((په لاره کې ماينونه دي، امنيت هم خراب دى، زه ستاسو ضمانت نه شم کولى.))
نوموړي په داسې حال کې خبريالانو ته د تګ اجازه ورنه کړه، چې د دغه کنډک او صفري نقطې ترمنځ د دوى يو شمېر پوستې شتون لري او دوى ورته تګ راتګ کوي.
د ګوشتې ولسوالۍ د يادې سيمې يوه اوسېدونکي شريف الله پژاک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني ځواکونو له صفري نقطې ٤٥ کيلومتره دننه د افغانستان په خاوره کې دروازه جوړه کړې، خو سرحدي پوليسو يې پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه دى ښودلى.
هغه زياته کړه، چې پاکستان د دروازې جوړولو ترڅنګ له تېر يوه کال راهيسې په سيمه کې شاوخوا پنځه سوه متره دېوال چې دوه نيم متره لوړوالى او دوه متره بر لري جوړ کړى دى.
دى وايي: ((له تېر يو کال راهيسې کار روان و، هېچا غږ نه کاوه، خو اوس چې يې کار بشپړ شو، ټولو غوغا پورته کړه.))
شريف الله پر سرحدي پوليسو تور پورې کوي چې د دوى په خوښه د ګوشتې ولسوالۍ په خاوره کې دروازه جوړه شوې ده.
د ګوشتې ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک ګل احمد پژواک اژانس ته وويل، چې يو شمېر چارواکو له رسنيو سره غلطې مرکې کړي او په مرکو کې يې ويلي، چې پاکستاني ځواکونو په صفري نقطه کې دروازه جوړه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې صفري نقطه له اوسنۍ دروازې ٤٥ کيلو وړاندې د خاپښ په غاښي کې ده او پاکستان ٤٥ کيلومتره وړاندې راغلى دى.
نوموړى پر دولتي چارواکو نيوکه کوي، چې د ګوشتې ولسوالۍ په خاوره کې د پاکستاني ځواکونو د دروازې په درولو کې يې ناغېړي کړې او لا يې هم کوي.
د ملک ګل احمد په وينا، د پاکستان له خوا د افغانستان د خاورې نيولو له امله په سيمه کې يو قوم په دوو برخو ووېشل شو، يو دېخوا پاتې شو او بل ها خوا.
هغه زياته کړه: ((پاکستان هر وخت يوه دروازه جوړوي، بيا وړاندې ځي او بله دروازه جوړوي، تر دې مخکې هم په بېلابېلو سيمو کې څلور دروازې جوړې شوې دي.))
په ګوشتې ولسوالۍ کې يوې سرچينې، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې د سرحدي پوليسو يوه چارواکي پر پوله پاکستاني چارواکو سره کتلي وو او تر مېلمستيا وروسته ورته د پاکستاني سرحدي چارواکو له لوري يوه تحفه ورکړل شوې وه.
دى وايي، چې په دې تحفه کې ليکل شوي وو: ((زلميان جګړې ته په خندا ځي.))
سرچينه زياتوي، چې د سرحدي پوليسو له لوري د هغې کتنې پايلې پټې پاتې شوې او څرګندې يې نه کړې.
د سرچينې په خبره، چې کله سيمې ته د ملي اردو ځواکونه ورشي، نو پاکستاني سرحدي ځواکونه په پوستو کې ځاى پر ځاى شي او د جګړې لپاره تيارى نيسي، خو له سرحدي پوليسو سره په ښکاره ټوکې ټکالې کوي.
په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه رخصت يم او له هېڅ څخه نه يو خبر.))
په ګوشتې ولسوالۍ کې د لومړي نمبر سرحدي زون د څلورم کنډک قوماندان ډګروال عبدالبصير پژواک اژانس ته د پاکستاني تاسيساتو، دېوال او دروازې په اړه معلومات ورنه کړل او يواځې يې دومره وويل، چې دوى د خپلې خاورې ساتنه کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ له خپلې خاورې او سيمو څخه ساتنه کوو، له دې مسئلو نه يو خبر.))
دا چې پاکستاني پوځيان سرحدي پوليسو ته مېلمستيا او تحفې ورکړي، ډګروال بصير يې په اړه بې خبري وښوده.
د ګوشتې ولسوال عيسى خان ځواک پژواک ته ومنله، چې د دروازې دواړو خواوو ته دېوال جوړ شوى او په منځ کې يې د دروازې لپاره ځاى جوړ کړى، خو زياتوي چې اوس دروازه لرې شوې، خو چوکاټ يې، چې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوى لا هم ولاړ دى.
هغه زياته کړه: ((نور کار د مرکز دى چې هغوى څه پرېکړه کوي.))
خو په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه کشکي شکل لري، کله چې دروازه خلاصه شي په دېوال کې ننوځي او پټيږي.
سرچينه زياتوي، چې دروازه نه ده لرې شوې او يواې خلاصه شوې ده، چې په يوه طرف يې د افغانستان بيرغ او په بل طرف يې د پاکستان بيرغ لګول شوى.