Language

کابل (پژواک٢٩ورى٩٢): ځينو ديني عالمانو په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د روانې جګړې په مخالفت څرګند دريځ خپل کړ او د افغان دولت پر وړاندې يې جګړه ناروا وبلله.

دغو ديني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه او ځانمرګي بريدونه ناروا وبلل او د دولت له وسله والو يې وغوښتل، چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي، له تاوتريخوالي او د بې ګناه خلکو له وژنې لاس واخلي.

د عالمانو دغه غونډه د افغانستان د اسلامي او علمي څېړنو د مرکز له خوا رابلل شوې وه، چې د هېواد له لسګونو ديني عالمانو سربېره د مصر د الازهر پوهنتون ځينو استادانو هم په کې ګډون کړى وو.

د غونډې د تنظيموونکو په وينا، د دې ناستې موخه په هېواد کې له روانې جګړې او ناخوالو د وتلو لپاره پر شرعي لارو چارو بحث و، ترڅو ديني عالمان خپل مسووليت ادا کړي.

د ياد شوي څېړنيز مرکز مشر مولوي عطاءالرحمن سليم وويل، چې په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو، د سولې او امنيت د تامين لپاره د ديني علماوو پرېکنده او څرګند دريځ ته اړتيا ده.

سليم، پر ديني عالمانو غږ وکړ ، چې د روانې جګرې پر وړاندې، چې هره ورځ افغانان وژل کېږي، بې طرفه پاتې نه شي او په يوه غږ  يې پر خلاف اواز پورته کړي.

د ده په خبره، په افغانستان کې ځينې کسان له دين څخه غلط برداشت کوي او يا هم خپلو رواجونو او فکرونو ته ديني بڼه ورکوي، چې له اسلام سره هېڅ اړيکه نه لري.

سليم زياته کړه: “باور وکړئ، کوم کسان چې نن په هېواد کې د امنيت د اخلال، تاوتريخوالي او يا ناخوالو لامل شوي دي، که له هغوى وغواړئ، چې لږ تر لږه له اسلام څخه لومړني معلومات وړاندې کړئ، هغوى په کې پاتې راځي.”

دى وايي، په افغانستان کې ځينې کسان پرته له دې ،چې اسلامي زده کړې بشپړې کړې وي، فتواوې ورکوي.

ده زياته کړه: “په نوره دنيا کې چې څوک امامت کوي، معيارونه يې څرګند دي؛ څوک چې فتوا ورکوي، څرګنده ده چې کوم معيارونه ولري؛ خو په افغانستان کې داسې نه ده، يو سړى به په اسلام خبر نه وي، خو چې کله ترې پوښتنه کوې، حتما يوه فتوا درکوي، حتما يو څه وايي.”

خو سليم  وايي، په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره بايد د جګړې سرچينې له منځه يوړل شي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته  له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګرې پر بهرنيو مالي ملاتړ کوونکو فشار راولي، ترڅو له دې کاره لاس واخلي.

دى وايي، که بهرنۍ مرستې نه وي، له طالبانو سره جوړجاړي اسانه دى.

د کابل د پل خشتي جومات امام مولوي عنايت الله بليغ وويل، چې په افغانستان کې روانې ناخوالې يواځې د دين له لارې هوارېداى شي، نه د ديموکراسۍ له لارې.

ده د امريکا، انګلستان او پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کړ، چې د افغانستان په ناخوالو او جګړو کې ښکېل دي.  

ده زياته کړه: “بايد پوه شئ وروڼو چې نن جهاد مطرح نه دى؛ نن ورځ طيب اغا په قطر کې د امريکا له ولسمشر څخه پورته ناست دى، عيش اوعشرت کوي؛ دلاور تر هغه پورته ناست دى، دا څنګه جګړه او جهاد دى؟ زه په دې باور يم چې په افغانستان کې جهاد شته، خو د انګليس د غلامانو په وسيله جهاد نشته.”

بليغ وسله وال طالبان له دولت سره خبرو ته راوبلل او د هېواد د ستونزو د حل لپاره يې وړانديز وکړ، چې دواړه لوري دې په کعبه شريفه کې سره کېني.

په افغانستان کې د مصر جنرال قونسل شيخ ضياءالدين احمد شعبان، غونډې ته په خپله وينا کې تر ډېره له اسلام څخه پر سم پوهاوي ټينګار وکړ او  له ديني عالمانو يې وغوښتل، چې د هر څه په اړه روښانه نظر ورکړي.

ده وويل، په داسې حال کې چې مسلمانان يو له بله سره جګړه کوي، د ديني علماوو مسووليت دى ، چې د هغوى ترمنځ سوله وکړي، ترڅو يواځې په ګومان سره د خلکو د وژنې مخه ونيول شي.

د شعبان په خبره، که له دين څخه بې خبره کسان تېروتنه کوي، نو عالمانو ته په کار نه ده چې تېروتنه وکړي.

په کابل کې د کاظميه حسينه مشر سيداحمد جمال مبارز وويل، چې په هېواد کې د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره د ټولنې هر غړى مسووليت لري، خو په دې برخه کې د ديني علماوو مسووليت ډېر دى.

مبارز وايي، هره ورځ خلک وژل کېږي، خو عاملين يې هېڅ پر دې فکر نه کوي، چې د مسلمان وينه تويوي.

ده زياته کړه: “دا انسان له څو حالتونو وتلى نه دى؛ يا هېڅ ديني انګېزه او يا هم تر هغه پورته بشري انګېزه نه لري؛ يا دا چې دا انسان غلط پوه شوى دى، هغه ته نامشروع توجيه ګانې ورکړل شوې دي، حقيقت باندې نه پوهېږي، له ديني ارزښتونو سره بېګانه دى.”

ده وويل چې ديني عالمان بايد د دې ناخوالو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، بلکې پر وړاندې يې غبرګون وښيي.

دى وايي، علما بايد د جومات د منبر له لارې پرته له کومې وېرې حقيقتونه ووايي، ترڅو روانه جګړه پاى ومومي.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې ديني ارزښتونو ته په ټولو برخو کې پام واړوي، ترڅو مخالفين يې د تبليغ د وسيلې په توګه ونه کاروي.

د ديني علماوو د نننۍ ناستې په پرېکړه ليک کې د دولت د سولې له هڅو ملاتړ شوى او له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه شوې ده، چې له تاوتريخوالي او د بې ګناه خلکو له وژنې لاس واخلي.

په پرېکړه ليک کې د بې ګناه خلکو وژل د انساني او اسلام ارزښتونو له مخې حرام بلل شوي او غندل شوي دي.

دغو ديني عالمانو د سعودي عربستان د مفتي، د کوېټ د الازهر د ټولنې د مشر او د اسلامی نړۍ د نورو وتلو مفتيانو د فتواوو په استناد د مسلمانانو پر وړاندې ځانمرګي، چاودنې، ترهګري او جګړه د ديني ارزښتونو خلاف او حرام بللي دي.