لښكرګاه (پژواك ۲۹ ورى ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند په سرحدي سيمه ديشو ولسوالۍ کې د افغان ځواكونو له خوا د عقاب په نوم چاڼيز عمليات پيل شول.
په هلمند كې د سرحدي پوليسو د شپږم زون قوماندان سمونوال محمود تېره ورځ په ديشو ولسوالۍ كې خبريالانو ته وويل، چې په دغو عملياتو کې د سرحدي پوليسو ترڅنګ، ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت برخه اخيستې ده.
د ده په خبره، په يادو عملياتو كې د سرتېرو شمېر پنځه سوو ته رسېږي او عمليات به تر هغو دوام ولري، چې سرحدي سيمه ټوله د دولت له وسله والو مخالفينو څخه پاكه شي.
نوموړي زياته کړه، چې د ديشو او خانشين ولسواليو په سرحدي سيمو كې تر ډېره پاكستاني، عرب او نور بهرني وسله وال مخالفين شته.
محمود وويل: ((تر دې دمه چې عمليات پيل شوي دي، يواځې نيم ساعت د دولت د مخالفينو له جګړې سره مخ شوي ، خو مرګ ژوبله نه لري.))
دغه راز د سرحدي پوليسو د دويم کنډک رييس ارکان سمونمل عبدالغفار خبريالانو ته وويل، په دغو سيمو كې، چې دوى عمليات ترسره كوي، مخالفين يې پر وړاندې مقابله نه شي كولى.
نوموړي زياته كړه، چې اوس مهال سرحدي پوليس تر ډېره اكمال شوي او پاتې اړتياوې او نيمګړياوې به يې هم په نږدې وختونو كې پوره شي.
د ديشو ولسوالۍ د ملي پوليسو قوماندان لومړي څارن عبدالله خان پژواک اژانس ته وويل، چې اوس مهال دوى په دښتي سيمو كې عمليات كوي او د دې لپاره هم چمتوالى لري، چې خپل تشكيلات په ولسوالۍ كې ځاى پر ځاى كړي.
د يادونې ده، چې افغان دولت له تېرو نهو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ د نيولو هڅې پيل کړې دي.