لښکرګاه (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څلور هغه مزدوران وژلي، چې د پوليسو لپاره يې امنيتي پوسته جوړوله.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په داسي حال کې رامنځ ته شوې، چې ياد څلور مزدوران د پوليسو لپاره د پوستې په جوړېدو بوخت وو.
د هغه په وينا، وړاندې تر دې طالبانو يادو کسانو ته د کار نه کولو ګواښ کړى و، خو کله چې هغوى له دغه کار څخه تېر نه شول، طالبانو ووژل.
نوموړي زياته کړه، چې پېښه د ګرشک ولسوالۍ په شمالي برخه، سنګي څلورلارې سيمه کې رامنځ ته شوې او وژل شوي کسان د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
ځواک وايي، چې د وژل شوو کسانو جسدونه له سيمې ولسوالۍ ته ور وړل شوي او ډېر ژر به يې کورنيو ته وسپاري.
د هلمند امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته پېښه ومنله او زياته يې کړه، چې په ياده سيمه کې پوليس يا نور امنيتي ځواکونه نه وو، چې دا پېښه رامنځ ته شوه، خو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.