کابل ( پژواک ۳۰ وری ۹۲ ) : د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا یو ځل بیا انتحار د قرآني نصوصو او د نبوي مستندو احادیثو په اساس حرام وباله او زیاتوی ویل هغه کسان چې خپل ځان د ظلم او تیري لپاره وژني، لوی خدای به یې ډیر ژر د دوزخ په اورکې واچوي.
له ارګ څخه د وري په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دعالمانو شورا دغه څرګندونې نن ولسمشر حامد کرزي دلیدنې پر مهال کړي دي.
دوی دغه راز په جهاد کې هم ځان وژونکی د دوزخ مستحق وباله او د ځان وژنې مشوقین هم وغندل.
سرچینې زیاته کړې په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، د دغې شورا مصوبه د مولوي غلام رباني له خوا ولوستل شوه چې په هغه کې راغلي دي:
– د علماو شورا، د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو تخریب او سوزول یو ناوړه عمل بولي او دا د افغانستان د دښمنانو کار ګڼي چې غواړي د الهي عبادت او د علم د زده کړې دروازې پر هر مسلمان، نارینه او ښځې بندې کړي ترڅو په نتیجه کې زموږ ملت د جهل، ناکامۍ او برده ګۍ په لوري سوق کړي.
– د عالمانو شورا، جګړه د حل لار نه ګڼي، او په جګړه کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړي چې د مذاکرو له لارې دې په هېوادکې روانو مصیبتونو ته د پای ټکی کیږدي ځکه چې د سولې ټینګښت د لوی خدای امر دی او جګړه د مسلمانانو ترمنځ حرامه ده.
ـ د علماو شورا، هغه بریدونه چې په دې وروستیوکې د ډیورند د کرښې له ها خوا څخه د کونړ ولایت د ناړې په ولسوالۍ ترسره شول او له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول او همدا راز د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان په خاوره تیری په کلکه غندي، او د افغانستان له دولت څخه غواړي چې د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د ځمکې له بشپړتیا څخه دې په کلکه ساتنه وکړي.
ـ د علماو شورا، د ۲۰۱۴ میلادي کال په اړه په رسنیوکې د کارپوهانو ترنامه لاندې د یوشمېر مغرضو کسانو څرګندونې چې د افغانستان د خلکو د اندیښنو سبب کیږي، په کلکه غندي او هغه د هېواد د ملي ګټو پرخلاف بولي او پردیو ته یې له خوش خدمتۍ پرته بل څه نه ګڼي. شورا له خپلو هېوادوالو څخه غواړي چې د دغو رواني تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي، بلکې په خپلو کې د ملي یووالي له لارې د دښمنانو پر وړاندې بېداره و اوسي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د مصوبې له اورېدو وروسته، هغه یوه جامع مصوبه وبلله او د افغانستان روان حالت ته د عالمانو د پاملرنې له امله یې مننه وکړه.