Language

لغمان کې د دوو وسله والو د وژلو او نهو ټپي کېدو خبر ورکړل شو

 جلال اباد (پژواک ٣٠ ورى ٩٢): د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې يوولسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٥٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.

د لغمان ولايت د رسنيو دفتر له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ذوالفقار دوه په نوم عمليات د افغان ځواکونو له لوري د دوه ورځو په موخه په لاره اچول شوي و.

ويناپاڼه کاږي، چې په عملياتو کې دوه وسله وال ووژل شول، نهه تنه ټپيان شول، درې شکمن کسان ونيول شول او يو تن پوليس د ماين چاودنې له امله برسېرن ټپي شوى دى.

د ويناپاڼې له مخې، په سيمه کې درې امنيتي پوستې هم ځاى پر ځاى شوي، چې په دې سره له کونړه د لغمان  الينګار ته د وسله والو د تګ راتګ لاره وتړل شوه.

د دې خبرپاڼې له مخې، په سيمه کې څو کلي تصفيه او تلاشي شوي، څو ميله وسله او يو موټرسايکل هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلى دى.

خبرپاڼه زياتوي، د ذوالفقار دوه عمليات، چې دوه ورځې روان و، پرون ماښام پاى ته ورسېدل، چې په ترڅ کې يې ١٥٠ جريبه کرلي کوکنار واړول شول.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دولت له لوري د شوې ادعا په اړه ناخبري ښيي.

Related Topics