Language

لښکرګاه (پژواک ٣٠ ورى ٩٢): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي کاروان د ځانمرګي بريد له امله د عامه نظم پنځه پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د سنګين ولسوال محمد داوود نورزى وايي، چې بريد نن غرمه شاوخوا دولس بجې د يوه سراچه موټر په واسطه د عامه نظم پر سرتېرو شوى دى.

نوموړي د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پېښه د فتح محمد په سيمه کې رامنځ ته شوې او په اړه يې د پوليسو له لوري پلټنه پيل شوې ده.

دغه راز په هلمند کې د عامه نظم د پنځمې لوا قوماندان غلام سخي غفوري وايي، چې بريد د بهرنيو ځواکو په يوه کتار شوى، چې د عامه نظم پوليسو بدرګه کاوه.

نوموړ‌ى زياتوي، په پېښه کې د عامه نظم پنځه پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي او د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معالومات نه لري.

وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه واخيستې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې بريد د يوه تونس موټر په مټ د دوى د يو ملګري بازمحمد له لوري تر سره شوى، چې په کې ١٥ بهرني او لس افغان سرتېري وژل شوي دي.

Related Topics