مزارشريف ( پژواک ٣٠ ورى ٩٢): د بلخ ولايت د البرز کوچيان وايي، چې سيمه ييزو زورواکو يې ۹زره جريبه مالچر غصب کړی دی.
البرز، د بلخ ولايت سوېل لور ته د غرونو پرته لړۍ ده، چې د چمتال او شولګر ولسواليو په اوږدو کې د کوچيانو د پسرلي مېنې پکې دي.
د چمتال ولسوالۍ اړوند د البرز غرونو لمنه کې د قزل قدوق سيمې کوچيان وايي، چې له تېرو څو کلونو يې د سيمه ايزو زورواکو له امله له دولتي مالچر څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړې.
د دغې سيمې د کوچيانو شورا استازي ملا تازه ګل د وري په ۲۹مه، پژواک اژانس ته وويل، چې د البرز غرونو په لمنه کې د کوچيانو د بېلا بېلو خېلونو نږدې ۳۰زره جريبه مالچر دی.
نوموړي زياته کړه، چې په ياد مالچر کې د دوی د خېل چې نږدې ۳۰۰کورنۍ کېږي، ۹زره جريبه مالچر لري.
د هغه په وينا، له تېرو لسو کلونو يې سيمه ايز زورواکي په دولتي مالچر کې د مالونو څر ته نه پرېږدي.
ملا تازه ګل، چې د خپلو تربرونو سره په ګډه د ۱۰۰۰مېږو رمه لري، وويل، چې دم ګړۍ په شولګر ولسوالۍ کې د سنجارک او مزارشريف د لويې لارې دواړو څنډو ته په پرتو دښتو کې خپل مالونه څروي.
نوموړي زياته کړه، چې سيمه ايز زورواکي داسې نه دي، چې مالونه لري او په مالچر کې خپل مالونه وڅروي، بلکې هغوی يې کري، چې د دولتي مالچر کرل غير قانوني کړنه ده.
د هغه په وينا، هغه ټول کسان پېژني، چې د دوی مالچر يې غصب کړی؛ خو په دې هم پوهېږي، چې دغه کار سياسي شاليد لري.
تازه ګل د هغو کسانو چې په البرز غرونو کې يې د کوچيانو مالچر غصب کړی، په اړه وويل: ((دغه کسان، چې مالچرونه يې غصب کړي، ټول يې پېژنم، توره قول، قيام، شمس الدين، چمن، صاحب ګل، الوک، غياس، د موثين زامن، طلا بای، حاجي عبدل، صدرالدين، د بازک زوی، روف بای او همداسې نور هم ډېر دي.))
نوموړي زياته کړه، چې د دغو کسانو تر شا د بلخ ولايت او د هېواد په کچه د ځينو سياسي کړيو لاس دی، چې کوچيان په دغه سيمه کې ژوند کولو ته نه پرېږدي.
د همدې سيمې اوسېدونکي باز محمد چې ۹۰۰مېږي لري، پژواک اژانس ته وويل، چې دوی ته بار بار ويل شوي، چې کوچيان هېڅ ځمکه نه لري او حق نه لري، چې په دولتي ځمکو کې مالونه وڅروي.
نوموړي زياته کړه: ((له موږ څخه سندونه غواړي، سندونه لرو، خو زه وايم، چې مالچر خو په ټول هېواد کې د مالونو د څر لپاره دی او موږ کوچيان خو دلته مينې لرو، هديرې لرو؛ نو بيا ولې حق نه لرو، چې د خپل وطن له دولتي ځمکې څخه د مالونو د څر لپاره ګټه واخلوو.))
د هغه په وينا په اصل کې داسې دسيسه روانه ده، چې هڅه کېږي، کوچيان له دغې سيمې څخه ورک کړي.
باز محمد وويل، که چېرې د البرز د کوچيانو د ځمکو د غصب ستونزه حل نه شي؛ نو مالونه به يې د وخت په تېرېدو له منځه لاړ شي.
همداراز د دغې سيمې بل کوچي جمعه خان چې ۳۰۰مېږي لري، پژواک اژانس ته وويل، چې دوی په شمال کې د کال په اوږدو کې په بېلا بېلو ځايونو کې مېنې لري.
نوموړي زياته کړه، چې د اوړي مېنې يې د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې دي، د ژمي مېنې يې د همدې ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې دی او د اوړي مېنې يې د البرز غرونو په لمنو کې د بلخ ولايت په چمتال او شولګر ولسواليو کې دي.
د هغه په وينا، په دغو ټولو سيمو کې دوی دولتي مالچرونه لري، چې دولت پکې د مالونو د څر حق ورکړی دی.
د بلخ ولايت د کوچيانو مديريت هم په دغه ولايت کې د کوچيانو د يادو ستونزو پخلی وکړ او د حل په موخه يې د خپلو هڅو يادونه وکړه.
د کوچيانو مدير محمد فاروق پژواک اژانس ته وويل، چې دوی معلومات لري، چې د البرز د غرو لمنو او د چمتال ولسواليو په نوور کوچي ميشتو سيمو کې د کوچيانو ځمکې غصب شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت مقام لخوا د کوچيانو د هراړخيزو ستونزو د حل په موخه شورا جوړه شوې، چې کوچيان کولي شی، د کوچيانو د مديريت له لارې خپلې ستونزې له يادې شورا سره شريکې کړي.
د کوچيانو مدير د البرز غرونو له کوچيانو څخه هيله وکړه، چې خپلې ستونزې رسما د کوچيانو له مديريت سره شريکې کړي او وعده يې وکړه، چې دوی به قانوني چلند کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت په نهو ولسواليو کې له ۲۲زرو څخه تر ۲۴زرو پورې، کورنۍ کوچيان ميشت دي، چې څه باندې ۴۰۰زره مالونه لري.