Language

تګاب کې د دوو ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې لاريون وشو

چاريکار (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د تګاب ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د دوو ملکي وګړو وژنه غندې او په لاريون يې لاس پورې کړى دى.

دغه لاريون کوونکي ادعا کوي، چې تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په کرم خېلو سيمه کې، افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې دوه ملکي وګړي وژلي او يو بل يې په ټپي حالت کې له ځان سره وړى دى.

د لاريون کوونکو شمېر، چې شاوخوا درى سوه تنو ته رسېده، نن سهار ٨ بجې او دېرش دقيقې يې لاريون پيل او له ځان سره يې د وژل شوو ملکي وګړو جسدونه لېږدول او د سروبي- کابل لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

يوه لاريون کوونکي او د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرقيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې وړاندې هم د ايساف او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي او يا ټپي شوي، خو هيڅ چا يې غږ نه دى اورېدلى.

هغه له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې دغه پېښه بايد پر خپل وڅېړي او د يادې پېښې عاملينو ته خپله سزا ورکړي، څو نورو ته عبرت وګرځي.

يوه بل لاريون کوونکي مزارخان، چې له نورو کسانو سره يې يو ځاى په کټ کې د مړو جسدونه لېږدول وويل، چې عمليات د مخالفينو د وژلو په نيت پيلېږي، خو په ترڅ کې يې بېګناه خلک وژل کېږي.

هغه هم له مرکزي حکومت څخه د يادې قضيې د څېړلو غوښتنه وکړه.

د تګاب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونيار عبدالقدير د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا لاريون تاييدوي، خو د دوو ملکي کسانو وژنه يې رد کړې ده.

هغه پژواک ته وويل، هغه کسان چې په دغو عملياتو وژل شوي او ټپي شوي، له وسله والو طالبانو سره يې اړيکه درلوده.

ايساف ځواکونو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تګاب ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو د وري په لسمه نېټه هم د کاپيسا د ولايتي شورا د غړي د نيولو په بدل کې په لاريون لاس پورې کړى وو.

Related Topics