جلال اباد (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي پر ضد د لاريون کوونکو له خوا د جلال اباد ښار د لارو بندېدو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
دغه احتجاجي لاريون نن (د وري ٣١مه) سهار اته بجې پيل شوى دى.
لاريون کوونکو د تورخم سړک د سرخ دېوال په سيمه کې، د کونړ لاره يې د بهسودو پله په سيمه، د کابل سړک يې د سره رود په دو سړکه کې او سوېلي ولسواليو ته لارې يې د فارم هډې په سيمه کې بندې کړې دي.
دوى ادعا کوي، چې والي ګل اغا شېرزي ځمکې غصب کړې او د بيارغونې په نوم راغلې پيسې يې خپل جېب ته اچولې دي.
خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پر والي لګېدلي دغه تورونه او دعاوې ردوي.
د دغه لاريون له امله ګڼ شمېر خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي؛ د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جمال احمد چې له خپلې کورنۍ سره کابل ته روان و پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د بهسودو د پله په سيمه کې بند پاتې شوي دي.
نوموړي زياته کړه، لاره دومره بنده ده، چې دوى نه بېرته ګرځېداى شي او نه مخکې تلاى شي.
هغه له لاريون کوونکو وغوښتل، چې د خلکو له ګڼې ګوڼې دې لرې لاريون وکړي او هغوى ته دې ستونزې نه پيدا کوي.
د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى وفى الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له سهار راهيسې د سرخ دېوال په سيمه کې بند پاتې دي او نه شي کولى چې جلال اباد ښار ته ولاړ شي.
هغه زياته کړه: ((هلته زموږ کاروبار دى، دوکانونه مو دي هر څه په ټپه ولاړ دي.))
کابل ته تلونکى سليم وايي، د لاريون له امله نه شي کولى چې خپلې دندې ته ولاړ شي.
د سليم په وينا، که چېرې د دې پر ځاى چې د ښار ټولې لارې تړل شوي، يوازې د ولايت مقام مخې ته لاريون شوى واى، ښه به وه؛ ځکه په زرګونه خلک اوس په لارو او يا هم په کورونو کې بند پاتې دي او نه شي کولى چې ښار او يا هم کورونو ته ولاړ شي.
نوموړى پر مرکزي دولت غږ کوي، چې ياده ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي؛ ځکه چې د لارو د بندېدو له امله ناروغان له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
د درونټې اوسېدونکى صالح محمد چې خپل ناروغ پلار يې د درملنې په موخه د جلال اباد ملکي روغتون ته روان کړى و، وويل، چې په ډېر مشکل سره يې د لاريون له سيمې خپل ناروغ راتېر کړى دى.
نوموړي زياته کړه: ((دا مشکل که ژر تر ژره حل نه شي نو غټه ستونزه به راولاړه کړي، اول که زما پلار پر ځاى پاتې شوى واى، نو ښايي مړ واى.))
که څه هم نوموړى هم له ګل اغا شېرزي څخه د حساب غوښتنه کوي، خو وايي، چې مرکزي دولت بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او نور پرې نه ږدي چې دغه لاريون وغځېږي او يو لوى بحران ته لاره هواره کړي.
بلخوا د دغه لاريون يوه سمبالوونکي او د مومندو شورا رييس حاجي جهانزيب خان پژواک ته وويل، چې د ناروغانو لپاره دوى ترتيبات نيولي دي.
هغه زياته کړه: ((هر څوک چې ناروغ وي، هغوى ته يې د لاريون په دواړو خواو کې موټرې درولې او پر وخت يې روغتونونو ته انتقالوي.))
نوموړى وايي، چې ښځو او ماشومانو ته يې هم د تګ زمينه برابره کړې ده.
د ده په خبره، په هېڅ ځاى کې تر اوسه پورې داسې خاصه ستونزه نه ده راولاړه شوې، چې د اندېښنې وړ وي.
حاجي جهانزيب وويل: ((په خپلو اوږو باندې به يې روغتون ته يوسم، خو دا فاسد والي نور د حساب مېز ته کشکول غواړو، ډېر صبر مو وکړ.))