Language

طالبانو د غلا په تور له دوو تنو لاس او پښه پرې کړي

هرات ښار (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو په يوه خپلسري محکمه کې له يوه تن څخه لاس او له بل څخه پښه غوڅه کړې ده.

په هرات کې د لوېديـځ زون د روغتونونو مطبوعاتي مسوول ډاکټر محمدرفيق شېرزي د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، چې نن سهار ملکي روغتون ته د رباط سنګي ولسوالۍ د تور غوندۍ له سرحدي ښارګوټي دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له دغو ټپيانو د يوه يې پښه او د بل لاس غوڅ شوي دي، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

شېرزي د يادو کسانو عمرونه ٢٥ او ٢٩ کلونه وبلل.

له دغو کسانو يوه يې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو ٢٥  ورځې وړاندې له لويې لارې تښتولي وو.

هغه زياته کړه، چې تېره ورځ يې ترې لاس ځکه غوڅ کړ، چې ګواکې له يوې امنيتي کمپنۍ سره يې همکاري کړې وه.

د روغتون مسوولينو له دغو کسانو سره د نورو خبرو کولو او د دوى د عکسونو اخيستلو اجازه ورنه کړه.

خو د رباط سنګي ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې وسله والو طالبانو دغه کسان د غلا په تور نيولي وو او پرون د جمعې تر لمانځه وروسته يې پرې شرعي حدود جاري کړي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې طالبانو په يوه صحرايي محکمه کې له دغو کسانو د بدن ياد غړي پرې کړي دي.

هغه زياته کړه، چې پوليسو په دې  اړه پلټنې کړې دي او ويې ويل، چې شرعي حدود جاري کول د يو با صلاحيته رسمي قاضي کار دى، هر چا ته د دغه کار اجازه نه وي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics