هرات ښار (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د حکومت د سياسي اپوزېسيون د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تور پورې کوي، چې حکومت راتلونکو ټولټاکنو ته سياسي اراده نه لري.
ډاکټر عبدالله دغه څرګندونې نن (د وري ٣١مه) هرات ته د سفر پر مهال په دغه ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره دوه عمده ستونزې په مخکې لري.
د نوموړي په وينا، يوه دا چې اوسنى حکومت د ټاکنو لپاره سياسي اراده نه لري او بل دا چې له حکومتي امکاناتو ځانګړي کانديدان ګټه پورته کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره وخت رالنډيږي خو حکومت تر اوسه د امنيت او تخنيکي امکاناتو د برابرولو په برخه کې هېڅ کار نه دى کړى.
نوموړي د برېښنايي تذکرو نه وېش بله غټه ستونزه ياه کړه او ويې ويل، چې زاړه کارتونه کارول به د ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راولي.
هغه په برېښنايي تذکرو کې د افغان کليمې ترڅنګ د تذکرې د درلودونکي د قوم يادونه اړينه وبلله.
دغه راز عبدالله د ټاکنو پر مهال کې د امنيت ستونزه د دولت کمزوري وبلله خو دا يې هم وويل، چې طالبان په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخه نه شي نيولى.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې د سولې پر پروسې هم نيوکه وکړه او ويې ويل، چې حکومت سوله د شعار لپاره کاروي او په عمل کې هېڅ نه کوي.
ډاکټر عبدالله په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې په دې اړه يې له بېلابېلو ګوندونو سره خبرې پيل کړې دي.
د يادونې ده، چې ارګ لا له مخکې دا ډول اندېښنې رد کړې او ويلي يې دي، چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.
ټاکل شوې راتلونکې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.