مزارشريف (پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): د بلخ د مرکز مزارشريف ښار شمال ته پراته اوسېدونکي وايي، چې د ښار په دې برخه کې د بيارغونې چارې د نشت برابر دي، په داسې حال کې، چې په نورو برخو کې تر اړتيا ډېر کار شوى دى.
دوی وايي، چې د ښار سوېل لور ته تر غرونو پورې سړک قير شوی؛ خو دوی چې د ښار په دوه کيلومترۍ کې پراته دي، قير شوی سړک نه لري.
دولتي چارواکي د دشت شور سيمې د خلکو ګيلې پر ځای ګڼي او وايي، چې د ښار جوړونې د پلان له مخې، د ټول ښار د اړتياوو د پوره کېدو تابيا يې په عملي توګه پيل کړې ده.
د دشت شور د دولت اباد سيمې مشر خدای بيردي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مزار ښار په ټول هېواد کې د بيارغونې په برخه کې د نمونې په توګه يادېږي؛ خو د دوی سيمه چې تر ټولو ښار ته نږدې ده، حتى د ژوند لومړنۍ اړتياوې هم نه دي ورته برابرې شوې.
نوموړي زياته کړه، چې کنډو کپر سړک، د څښاک د اوبو او برېښنا نشتوالى د دوی د سيمې له بنسټيزو ستونزو څخه دي.
د هغه په وينا، تر ټولو جدي ستونزه يې د پوخ سړک نه شتون دى، چې له امله يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
خدای بيردي وويل: ((موږ پرون د جمعې په ورځ د شاديان د غرو لمنو ته د چکر لپاره تللي وو، چې د روضې له جنوب څخه د شاديان د غرو تر لمنو پورې نږدې شل کيلومتره سړک دى، چې قير شوى، خو زموږ خوا، چې له ټولو سيمو ښار ته نږدې هم ده، له روضې سره دوه کيلومتره واټن لري، تر يو کيلومتر پورې يې سړک قير دی او پاتې همداسې کنډ او کپر پاتې دی.))
نوموړي د خپلې سيمې د ستونزو د څرګندولو په ترڅ کې زياته کړه: ((زموږ والي په بيارغونه کې نوم لري او ريښتيا يې هم مزار ښار ښه جوړ کړی، موږ ته خو لکه دوبۍ داسې ښکاري، ښايسته چوکونه، پراخ پراخ سړکونه، پخې ويالې هر څه لري؛ خو نه پوهېږم، چې د ښار شمال لور ته ولې پام نه کوي.))
د هغه په وينا، دوی خوښ دي، چې د شاديان سړک تر غرونو قير شوی؛ خو وايي، چې که د دوی د سيمې سړک تر دښتو نه قير کېږي؛ نو دومره خو دې قير شي، تر کومه ځايه چې په کې خلک اباد دي.
خدای بيردي وويل، چې په دې سيمه کې ۶۰ زره نفوس ژوند کوي، د ځوانانو ټولنې لري، د مشرانو له خوا د پراختيايي چارو اتحاديه لري، د ټکسي چلوونکو اتحاديه لري، د سړک دواړو غاړو ته د ښار د نورو برخو په څېر مارکېټونه جوړ شوي او سوداګريزې چارې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، له والي څخه خوښ دي، چې کله هم ورغلي؛ نو د ستونزو د حل په موخه يې په ښکته ادارو امر ورکړی؛ خو له ټيټ پوړو ولايتي چارواکو يې سر وټکاوه، چې د ښار شمال لوري ته پام نه کوي.
د دې سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، ځکه دولتي چارواکي د ښار شمال لوري ته پام نه کوي، چې له غريبو خلکو پرته مهم کسان په کې ژوند نه کوي.
د دشت شور د دولسمې کوڅې اوسېدونکي او هټۍ وال محمداصف پژواک اژانس ته وويل، دشت شور ته پام ځکه نه کېږي، چې دلته غريبان اوسېږي، کوم مهم کس په کې ژوند نه کوي، چې د دولت پام ورته راواړوي او مجبور يې کړي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ برق او د څښاک د اوبو ستونزه په خپله حل کړې، پيسې مو راټولې کړي او ځان ته مو شبکه جوړه کړې ده، د نورو کارونو د کولو وس نه لرو.))
د هغه په وينا، که چېرې د دوی لوري ته کوم مهم کس ژوند کولی؛ نو دولت به يې کار کولو ته مجبور کړی و.
محمداصف وويل، د دوی سيمه ښار ته نږدې نه، بلکې خپله د ښار يوه برخه ده، چې د بيارغونې له چارو بې برخې پاتې شوې ده.
د دشت شور د ځوانانو ټولنې مشر ذبيح ا لله مرادي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سيمه کې ډېرې چارې ولس په خپله کړي، اوس چې د سړک د جوړېدو وس نه لري؛ نو حيران پاتې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښار په دوه کيلومترۍ فاصله کې په ژمي کې پر سړک د خټو او په اوړي کې له ګردونو او خاورو تګ راتګ نه شي کولی.
مرداي وويل: ((همدا زموږ ښار دی، چې په ټول هېواد کې يې د بيارغونې کيسې کېږي؛ د ښار په دوه کيلومترۍ سيمه کې دومره ډېرې ستونزې دي، خو څوک پرې يقين نه کوي.))
د همدې سيمې د پنځمې کوڅې اوسېدونکي ۵۰ کلن امين الله پژواک ته وويل، چې اصلي مشکل يې د سړک نه جوړېدل دي.
نوموړي زياته کړه، په تېرو لس دولسو کلونو کې به داسې دولتي او غير دولتي دفتر پاتې نه وي، چې دوی ورته خپل مشکل ويلی نه وي؛ خو دا چې غريبان دي؛ نو غږ يې هم نه اورېدل کېږي.
د بلخ دولتي مسوولين د دشت شور د خلکو ګيلې پر ځای ګڼي؛ خو دا مسئله ردوي، چې دې سيمې ته دوی پام نه کوي او هېره شوې يې ګڼي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل، چې ريښتيا هم د دشت شور سيمه ښار ته له ټولو نږدې ده، چې د بيارغونې لږ چارې په کې ترسره شوې دي.
خو نوموړي وويل، چې ښار د ښارجوړونې د پلان له مخې اباديږي، په هماغه حساب دوی خپلې چارې ګړندۍ روانې کړې دي.
د هغه په وينا، د ښارجوړونې د پلان له مخې، دوی په تېر يو کال کې ۵۰ کيلومتره فرعي سړکونه او د لويو لارو ځينې برخې قير کړې دي.
منير فرهاد وويل، د دشت شور سيمه هم د ښار جوړونې په پلان کې شامله ده، چې په نږدې موده کې به يې د سړک پخولو چارې پيل شي.
نوموړي د ښار سوېل لور ته، د غرو تر لمنو د شاديان سړک د قير کولو په اړه وويل، چې دغه سړک دکليو او پراختيا او فوايد عامې وزارتونو له خوا له دې امله قير شوی، چې دوه ولسوالۍ (مارمل او چارکند) پرې پرتې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دشت شور سړک په اوږدو کې کومه ولسوالي نه راځي، په نېغه يې سر امو سيند ته وځي او بل د ښار يوه برخه ده، چې د ښاروالۍ له لارې بايد ورغول شي.
د هغه په وينا، د ښاروالۍ چارې روانې دي، چې په خپل وار سره به د دشت شور سړک قير او نورو ستونزې به يې حل کړای شي.