جلال اباد (پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د والي پر ضد لاريون کوونکو نن يو ځل بيا د تورخم – جلال اباد د خلکو او ترافيکو پر مخ لار وتړله.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي حاجي ظاهر قدير په مشرۍ سلګونو لاريون کوونکو له پرون راهيسې د والي ګل اغا شېرزي پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.
دوى پرون د جلال ا بارښار ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې، خو پوليسو نن سهار دغه لارې خلاصې کړې.
خو نن د غويي په لومړۍ نېټه د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سيمه کې سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو پر لاريون لاس پورې کړى او د تورخم -جلال اباد لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
لاريون کوونکو د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي پر ضد شعارونه ورکول او ويل يې ،چې والي ګل اغا شېرزى دې حساب ورکولو ته تيار شي.
دوى ويل، چې د دوى لاريون به تر هغه دوام وکړي، تر څو چې دولت د دوى غوښتنې نه وي منلې.
د حکيم خان په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى هغه څوک دى ، چې په ننګرهار کې يې ناامنۍ ته زمينه برابره کړې او ځاى ځاى يې ځمکې غصب کړې او د بيارغونې په نوم يې سلګونه ميليونه افغانۍ اخيستې دي.
دى وايي: ((همدا اوس په بټي کوټ کې د ناامنۍ يو لامل همدا والي دى، دى نه غواړي چې په بټي کوټ کې دې امن راشي.))
بلخوا د بټي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار هدايت پژواک ته لاريون تاييد او زياته يې کړه، چې د لاريون کوونکو امنيت يې نيولى او تر اخري بريده به د امنيتي پېښو د مخنيوي کوښښ کوي.
د ننګرهار والي پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او له ولسمشر کرزي يې غوښتي ،چې د دغو تورونو د سپيناوي لپاره يو با صلاحيته پلاوى ور ولېږي.