Language

پاکستان له ګوشتې سره پر پوله د دويمې دروازې په جوړولو لاس پورې کړى

جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): پاکستاني ځواکونو د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د يوې بلې دروازې پر جوړولو هم لاس پورې او تر اوسه يې ٤٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د لويې دروازې او نورو تاسيساتو د جوړولو پر سر د افغانستان او پاکستان ناندرۍ راپورته شوې دي.

که څه هم دفاع وزارت ويلي و، چې پاکستان ورسره د دې دروازې د ړنګولو ژمنه کړې وه، خو د پژواک ويډيو خبريال ببرک اميرزاده چې پرون دې سيمې ته ورغلى و وايي، پخوانۍ دروازه پر خپل ځاى پاتې ده او شا ته يې په دوه سوه مترۍ کې د يوې بلې دروازې جوړولو چارې هم پيل شوې دي.

هغه په سيمه کې د يوې استخباراتي سرچينې په حواله وايي، چې د کونڅړۍ سيمې له اوسنۍ دروازې څخه دوه سوه متره شا ته د توتي چينې په سيمه کې د يوې بلې دروازې جوړولو کار هم روان دى.

دغې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د دې دروازې ٤٠ سلنه چارې بشپړې شوې او کار پرې په ډېرې چټکۍ روان دى.

د سرچينې په خبره، پر دې موضوع د پوليسو د لومړي زون سرحدي مسوولين هم خبر دي، خو چوپه خوله پاتې دي او نه غواړي دغه موضوع رسوا شي.

د پژواک اژانس ويډيو خبريال وايي، چې له پخوانۍ دروازې دواړو خواوو ته په سلګونه متره دېوال جوړ شوى دى.

ده زياته کړه: ((داسې معلوميږي ، چې ديوال نوى جوړ شوى او شاته يې نور کارونه هم جريان لري.))

د اميرزاده په خبره، چې د افغان ځواکونو يوه پوسته د جوړې شوې يادې دروازې اړخ ته په ٥٠ مترۍ کې پرته ده، خو لاره يې پر همدې دروازې تېره شوې ده.

هغه وايي: ((دغه پوسته د تګ راتګ او اکمالاتو لپاره لاره نه لري، افغان سرحدي پوليس اړ دي ، چې له پاکستانۍ دروازې ورته تګ راتګ وکړي.))

په ګوشته ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د يوه کنډک قوماندان عبدالبصير په دې اړه پژواک اژانس ته له معلومات ورکولو ډډه وکړه.

د پژواک ويډيو خبريال وايي، چې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه د خيبر دروازې ته ورته ده،د دروازې جوړ شوى چوکاټ پر خپل ځاى ولاړ دى، د دروازې پلې په کې نه ښکاري او نه هم سرحدي پوليسو ده ته د نږدې ورتلو اجازه ورکوله.

اميرازاده وايي: ((ما ډېره هڅه وکړه، چې له نږدې يې وګورم، خو سرحدي پوليسو اجازه رانه کړه.))

ده وويل، چې د دروازې ترڅنګ جوړ د شوي لوى دېوال په بېلابېلو برخو کې پاخه برجونه جوړ شوي او پاکستاني پوله ساتونکي ځواکونه ګوته په ماشه په کې ناست دي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د سرحدي پوليسو د لومړي زون قوماندانۍ د لوړ پوړو چارواکو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

د ګوشتې ولسوال عيسى خان ځواک پژواک ته ومنله، چې د دروازې دواړو خواوو ته دېوال جوړ شوى او په منځ کې يې د دروازې لپاره ځاى جوړ کړى، خو هغه وايي، اوس دروازه لرې شوې، خو چوکاټ يې چې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوى، اوس هم ولاړ پاتې دى.

دى وايي چې داسې راپورنه ورسيدلي ،چې د صفري نقطې څخه دوه سوه متره وړاندې يې د يوې بلې دروازې پر جوړولو کار روان دى.

دى وايي، چې د نورو اقداماتو لپاره دوى د مرکز امر ته په انتظار دي.

خو استخباراتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې دروازه کشکي شکل لري او کله چې دروازه خلاصه شي په دېوال کې پټيږي.

سرچينه زياتوي، چې دروازه نه ده لرې شوې او يواځې خلاصه شوې ده، چې په يوه طرف يې د افغانستان بيرغ او په بل طرف يې د پاکستان بيرغ لګول شوى دى.

Related Topics