Language

په کامدېش کې سيمه ييز پوليس فعال شول

جلال اباد(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ٩٢): د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس فعال شول.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کامدېش ولسوالۍ کې  سل سيمه ييز پوليس فعال شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې له سيمه ييزو پوليسو سره به د يادې ولسوالۍ امنيت نور هم ښه شي.

هغه وايي، چې دغو پوليسو ته د کورنيو چارو وزارت له لوري دوه مياشتينۍ روزنه هم ورکړل شوې ده.

د نوموړي پر وينا، په نږدې وختونو کې به يادې ولسوالۍ ته سل نور سيمه ييز پوليس هم ولېږي.

عمريار زياتوي: ((کامدېش د بهرنيو او کورنيو وسله والو په ځاله بدل شوى، چې د سيمه ييزو پوليسو په ورتګ به يې فعاليتونه شنډ شي.))

د کامدېش د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نېک محمد اتل پژواک خبري اژانس ته خوښي وښوده، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده لري او وايي چې خدمت به وکړي.

خو د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو فعالېدل به په نورستان ولايت کې کومې مثبتې پايلې ونه لري.

هغه وويل، چې که د سيمه ييزو پوليسو پر ځاى ملي پوليس او ملي اردو اکمال شوي واى، نتيجه به يې تر دې ډېره ښه وه.

د امان الله عنايت الرحمان په خبره، چې سيمه ييز پوليس په نورستان کې يو ډول ستونزې راپورته کوي او ښايي قومي تعصبونو ته لمن ووهي.

د يادونې ده، کامدېش د نورستان يوه له هغو ناامنو ولسواليو ده، چې وخت ناوخت ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږي.

تر دې مخکې د دغه ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې هم سيمه ييز پوليس فعاله شوي وو.

Related Topics