Language

د بلخ د فوټبال لوبډلې او روسي لوبغاړو ترمنځ لوبه مساوي پاى ته ورسېده

مزارشريف (پژواک ٢ غويى ٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د پخوانيو روسي فوټبالرانو او د بلخ ولايت د فوټبال لوبډلې ترمنځ سيالي مساوي پای ته ورسېده.

د بلخ د اولمپيک رياست د فوټبال فدراسيون مشر حاجي اسحق يعقوبي د غويي په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن پخواني روسي فوټبالرانو او د بلخ د فوټبال لوبډلې ترمنځ لوبه ترسره شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د روسيې فوټبال لوبډله د بلخ د فوټبال فدراسيون په بلنه تېره ورځ مزارشريف ښار ته د دوستانه لوبې د ترسره کولو په موخه رابلل شوې وه.

د هغه په وينا، د لوبې په اوږدو کې د بلخ فوټبال لوبډلې ښه لوبه ترسره کړه، چې مساوي پاى ته ورسېده.

يعقوبي وويل، چې دواړو لوبډلو د لوبې تر پايه پنځه پنځه ګولونه وکړل.

د روسيې د پخوانيو فوټبالرانو لوبډلمشر اېوانوف ويلادي مير پژواک اژانس ته وويل، چې په تېره لس کلنه دوره کې د نورو پرمختګونو تر څنګ افغانانو د لوبو په برخه کې هم د سيمې په کچه پرمختګ کړی دی.

نوموړي زياته کړه، دوی په لوبه کې وليدل، چې د بلخ فوټبالران په مسلکي توګه له دوی سره ولوبېدل او په ښه توګه يې لوبه وکړه.

د هغه په وينا، له لوبې مخکې دوی انګېرله، چې په اسانه به لوبه وګټي؛ خو له پيله پوه شول، چې له مسلکي فوټبالرانو سره مخ دي، چې ګټل هم پېژني.

ويلادي مير وويل، چې د دوی اصلي موخه د روسيې او افغانستان د اړيکو د لا پياوړي کېدو په موخه وه.

نوموړي زياته کړه، چې پخوا افغانستان او روسيې ډېرې ښې هر اړخيزې اړيکې لرلې، خو په دې وروستيو کې يو څه پيکه شوې وې.

د هغه په وينا، دوی خوښ دی، چې افغانستان ته راغلل او له افغانانو سره يې لوبه وکړه.

د بلخ د فدراسيون مشر يعقوبي وويل، چې د روسيې يادو پخوانيو فوټبالرانو د دوى لوبډله هم روسيې ته ور وبلله او وايي چې دغه بلنه يې منلې ده.

نوموړي زياته کړه، چې دوی به د اولمپيک له رياست سره په مشوره په نږدې ورځو کې روسيې ته سفر وکړي.

د يادونې ده، چې دې روسۍ لوبډلې څو ورځې مخکې په کابل کې هم لوبه وکړه او په بريا يې پاى ته ورسېده.

ځينې راپورونه وايي، چې د روسي پخوانيو فوټبالرانو په دې ډله کې پخواني هغه پوځي افسران هم شامل دي، چې پر افغانستان د يرغل پر مهال دغه هېواد ته راغلي وو.

Related Topics