جلال اباد (پژواک ٢ غويى ۹۲): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د درېيمې ورځې لپاره هم د والي ګل اغا شېرزي پر ضد لاريون روان دی.
د دوشنبې په ورځ په زرګونو خلکو د درېيمې ورځې لپاره هم د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې لاريون پيل کړى دى.
لاريون کوونکو د والي پر ضد شعارونه ورکول او له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله، دوى وايي چې والي ګل اغا شېرزی دې حساب ورکولو ته تيار شي.
لاريون کوونکو په جلال اباد ښار کې د اعتراض په ډول د ښار پر سړکونو دوره ووهله او د والي پر ضد يې شعارونه ورکول.
د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمرى، چې د دغه لاريون له سمبالوونکو دی، پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې فاسد والي نور نه شي زغملی.
هغه زياته کړه: ((شېرزى بايد حساب ته تيار شي.))
د ده په خبره، د دوی لاريون به تر هغې دوام وکړي، تر څو چې يې والي حساب ته نه وي تيار کړی.
لاريون کوونکي وايي، چې دوی به په همدې ډول خپلو لاريونونو ته همداسې دوام ورکړي، تر څو والي له دندې ګوښه شوی نه وي.
د ويلو ده، چې په ننګرهار کې دا مبارزه د دوو قوي ډلو، چې د يوې غاړې مشري د ولسي جرګې غړی ظاهر قدير کوي او بل لور د ولسي جرګې بل وکيل فريدون مومند د ننګرهار د والي پلوي کوي.
والي د دغو تورونو د پلټنو لپاره د يوه با صلاحيته پلاوي غوښتنه کړې، خو يو پلاوى پرون جلال اباد ته رسېدلى هم دى.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالرزى بيا پر والي د لګيدلو تورونو په اړه څه نه وايي خو زياتوي چې په ننګرهار کې د روانو لاريونونو په اړه له کابله د ملي امنيت د اپراتيفي مرستيال په مشرۍ يو پلاوى راغلى دى، چې وضعيت له نږدې څخه وڅاري.
عبدالزي زياته کړه: ((د ننګرهار ولايت مقام د مرکز امر په انتظار دي، مرکز چې هر ډول امر وکړي دوى به يې عملي کوي))
نوموړى زياتوي چې په مرکز کې دغه موضوع په ټولو اداراتو کې بحث شوې او يوازې دوى د هغوى امر ته په انتظار دي.