اسعداباد (پژواک، ٢ غويى ٩٢): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ګمرک ودانۍ په اساسي ډول جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د کونړ والي فضل الله وحيدي وويل، دا دوه پوړيزه ودانۍ چې ٢٤ خونې لري، په شل جريبه ځمکه د ماليې وزارت د ٢٤ميليونو افغانيو په ارزښت د يوه کال په موده کې جوړه شوه.
ده زياته کړه، په کونړ کې ډېر رياستونه خپلې ودانۍ او ملکيتونه نه لري او په کرايه ودانيو کې خپلې چارې مخ ته وړي، خو هڅه به وکړي چې ودانۍ ورته جوړې کړي.
د کونړ د ګمرک رييس خانزادګل وويل، له دې وړاندې يې د ګمرک چارې په يوه کرايي کور کې پرمخ وړې، خو اوس يې دا ستونزه هواره شوه.
ده هيله وښوده چې د دې ودانۍ لپاره چاردېوالي هم جوړه شي.