Language

د کونړ پي ار ټي وتړل شوه

اسعداباد (پژواک ٢ غويى ٩٢): په کونړ کې د امريکا متحدو ايالتونو د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي له نهه کلني فعاليت وروسته د غويي په ٢مه په رسمي توګه خپل دفترونه وتړل.

ځايي چارواکي وايي، چې ياده ډله په دغه ولايت کې په تېرو نهو کلونو کې د بيارغاونې چارې پر مخ وړې او په دې موده کې يې د سړکونو، پلونو ښوونځيو، کلينيکونو او په نورو رغنيزو برخو کې ډېر کارونه ترسره کړي دي.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د غويي په ٩٢مه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ولايتي بيارغونې ډلې له تېرو نهه کلونو راهيسې د ٥٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د بيارغونې کارونه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې دوی په لومړي سر کې له ساختماني شرکتونو سره پر خپل سر او له ولايتي ادارې په پټه قرار دادونه کول چې له امله يې د کارونه کيفيت ډېر خراب و.

د نوموړي په وينا، د ولايتي ادارې له خوا پر پي ار ټي تر فشار وروسته ټول قرادادونه داوطلبۍ ته وړاندې شول، چې له امله يې د کارونو په کيفيت کې ښه والى راغى.

د کونړ والي وايي، چې پي ار ټي په کونړ کې يو لړ مهمې پروژې ترسره کړې دي.

خو وحيدي وويل، د يو شمېر پروژو قراردادونه شوي د بېلګې د اسمار او غازي اباد ولسواليو تر منځ د سړک او د نورګل د مزار درې د سړکونو قير کول، خو اوس يې کارونه په نيمايي کې پاتې دي.

هغه زياته کړه، چې د دوو ښوونځيو د ودانيو چار نيمګړې پاتې دي، د اسعداباد د منډکول کرکټ لوبغالي او د برېښناکوټ د ظرفيت لوړونې قراردادونه هم شوي او فنډ يې هم منظور شوی وو، خو دوی پرې کار پيل نه کړ.

د کونړ د ولايتي شورا رييس مياحسن عادل بيا وايي، د ولايتي بيارغونې ډلې چې کوم کارونه په کونړ کې کړي، ټول يې پر خپل سر کړي او پروژې يې څو محدودو کسانو ته د ژباړونکو په خوښه ورکړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د همدې له امله په دغه ولايت کې ټول شوي کارونه نيمګړي دي.

د مرکز اسعداباد ښار يو اوسېدونکى ضياء الحق وايي، چې پي ار ټي په دغه ولايت کې ډېر کارونه کړي، خو زياتوي چې سمه څارنه يې نه ده شوې.

په کونړ کې د پي ار ټي قوماندان کرنل رابرټ سلوا د دغو مراسمو پر مهال وويل، چې اوس افغان دولت پياوړی شوی او د دې وړتيا لري چې هر ډول رغنيز کارونه ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، هغه پروژې چې نيمګړې پاتې دي هغه به دولت بشپړوي او دا يې د دولت مسووليت وباله.

هغه وويل، چې پي ار ټي په تېرو نهو کلونو کې د کونړ بڼه بدله کړه او ډېر زيات رغنيز کارونه يې ترسره کړل.

کرنل رابرټ زياته کړه: ((کونړيان به زموږ کارونه تل ياد ساتي.))

Related Topics