لښکرګاه (پژواک، ٢ غويى ٩٢): د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې دوه پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن د خانشين ولسوالۍ په وزيراباد سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ده په خبره، پوليس د دېشو ولسوالۍ اړوند دي او د خانشين ولسوالۍ په وزير اباد سيمه کې د ګزمې په حال کې وو، چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.
نوموړي زياته کړه، چې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شاوخوا يو ساعت دوام درلود، چې وروسته وسله وال مخالفين له سيمې وتښتېدل.
د ځواک په خبره، طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې، خو د جګړې په سيمه کې د هغوى يواځې دوه مړي پاتې شوي او نور يې له ځان سره وړي دي.
دغه راز ځواک وايي، چې په دې نښته کې دوه پوليس هم وژل شوي دي.
نوموړي وويل، چې دمګړۍ جګړه نشته، خو د دېشو او خانشين ولسواليو پوليسو په سيمه کې د طالبانو پر وړاندې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د خانشين د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده، چې په موسى کلا ولسوالۍ کې يې د سرکار په نوم د پوليسو يو قوماندان وژلى او د ماين په چاودنه کې يې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.