اسعد اباد ( پژواک ٢ غويى ٩٢ ) : د کونړ چارواکي وايي، چې د پاکستان له خوا يوځل بيا پر دې ولايت ٢٤ توغندي توغول شوي دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خوا ٢٤ توغندي توغول شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې دا توغندي ددانګام ولسوالۍ د شينکي، سور کمر، لوړ برول او ځينو نورو سيمو کې لګېدلي، چې له امله يې يو شمېر څاروي مړه او خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي، خو د سر زيان نه لري.
والي وويل، پاکستان هغه مهال د توغنديو توغولو ته زور ورکوي، چې په افغانستان کې دسولې پروسه پرمختګ وکړي او له دې بريدونو سره پاکستان غواړي دا پروسه خرابه کړي.
ديادونې ده، چې له تېر کال راهيسې د پاکستان له خوا پر دې ولايت سلګونه توغندي توغول شوي ، چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.