Language

په غزني کې د يوه صراف تښتول شوى زوى وژل شوى

غزني (پژواک، ٢ غويى ٩٢): چارواکي وايي، د يوه صراف زوى، چې څو ورځې مخکې د غزني له ښاره  تښتول شوى و، مړ موندل شوى دى.

مرستيال والي محمدعلي احمدي وايي، تښتوونکو د ياد تن د خوشې کېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه وکړه، خو سره له دې چې پيسې هم ورته ورسول شوې، خوشې يې نه کړ او وژلى يې دى.

هغه امنيتي ځواکونه په دې برخه کې په ناغېړۍ تورن کړل او ويې ويل، چې د تښتول شوي ځوان په خلاصولو کې يې سمې هڅې ونه کړې.

نوموړي د غويي په ٢مه پژواک اژانس ته وويل، که د دې ډول پېښو مخه ونه نيول شي، ملي سوداګر به له غزني پانګه وباسي او غزني به له اقتصادي ستونزې سره مخ شي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې تښتونکو د صراف زوى په ډېره بې رحمۍ وژلى او ټول بدن يې په چړو وهل شوى دى.

د ښار يو اوسېدونکى قدرت الله وايي، چې مجرم ته سزا نه ورکول کېږي؛ نو ځکه دا ډول پېښې بيا بيا تکراريږي.

نوموړى زياتوي، تر دې مخکې څو ځلې تښتوونکي ونيول شول، سزا هم ورنه کړل شوه او بېرته خوشې شول.

دا په د اسې حال کې ده، چې دوه کاله مخکې هم د يوه سوداګر زوى د غزني له ښاره وتښتول شو، تښتوونکو يې د خوشې کېدو په بدل کې پيسې هم واخيستې، خو تښتوونکو د خپل هويت د پټ ساتلو په خاطر د سوداګر زوى وواژه.

Related Topics