Language

څلور پوليس ووژل شول

لښکرګاه (پژواک، ٢ غويى ٩٢): د هلمند چارواکي وايي، چې په مارجې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو څلور پوليس وژلي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د غويي ٢مه) له غرمې وروسته په درې بجو د مارجې په سيستاني سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

ده زياته کړه، تر لږ جګړې وروسته په پوسته کې څلور ملي پوليس وژل شوي دي.

د هغه په وينا، طالبانو د هغوى وسلې، موټر او ټول وسايل هم له ځان سره وړي دي.

دى وايي، په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو مړي يې له ځان سره وړي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې دا څلور پوليس د جګړې پرمهال نه، بلکې په پوسته کې د دوى يوه نفوذي کس وژلي دي.

ده زياته کړې، د پوليسو موټر، وسلې او مهمات هم د دوى لاس ته ورغلي دي.

د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې هم، نن د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دوه پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

Related Topics