Language

د الوتکې تښتول شوې عمله حصارک ولسوالۍ ته لېږدول شوې

جلال اباد(پژواک ٣ غويى ٩٢ ) : د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ ولسوال  وايي، چې په لوګر ولايت کې د الوتکې تښتول شوې عمله دې ولسوالۍ ته لېږدول شوې ده.

د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن يې داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې تېره شپه وسله والو مخالفينو د يوې خصوصي کمپنۍ د الوتکې هغه عمله، چې تېره ورځ وسله والو نيولې وه، لومړى يې د ازرې او حصارک ولسواليو ترمنځ سيمې (تنګ) ته وړي او بيا يې د حصارک ولسوالۍ د اب زنګياني او غوږيزېسيمو ته را انتقال کړې ده.

هغه زياته کړه ، چې پراخې هڅې روانې دي، څو وسله وال د الوتکې تښتول شوې عمله خوشې کړي .

خو نوموړي په خپله ولسوالۍ کې د نظامي عملياتو په اړه څه ونه ويل.

معروف د اټکل له مخې وايي ، چې وسله وال مخالفين به هم له دولت څخه يو څه غوښتنې لري.

دى زياتوي: (( که چېرې څوک غواړي ، چې دغه عمله خوشې شي، نو زه يې يوه طرحه لرم او بايد له ماسره اړيکه ونيول شي، ډېر ژر به يې راخوشې کړم.))

بلخوا يوې استخباراتي سرچينې د نوم  نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د حصارک او ازرې ولسواليو تر منځ د تنګ په نوم دره کې وسله والو مخالفينو د يادو ترکي انجنيرانو يو شمېر وسايل په يوه کور کې ځاى پر ځاى کړي دي.

دغې سرچينې هم تاييد کړه، چې وسله والو د الوتکې ټوله عمله له تنګ په نوم سيمې څخه حصارک ولسوالۍ ته انتقال کړې ده.

بلخوا د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک اژانس ته دا ونه منله، چې ګواکې د الوتکې عمله دې د حصارک ولسوالۍ ته لېږدول شوې وي.

دى وايي ، چې په دې اړه ورته کوم راپور نه دى  رسيدلى، خو نوموړى زياتوي ، چې هڅې يې پيل کړي، تر څو بهرني او کورني ټول انجينران د وسله والو له منګلو راخوشې کړي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، چې دوى دقومي مشرانو په هڅو د تښتول شويو بهرنيانو د خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.

د هغه په وينا، د قومي مشرانو يوې ډلې له وسله والو طالبانو سره کتلي او د تښتوونکو ددرملنې لپاره يې يوه اندازه درمل هم ورته سپارلي دي.

ياده دې وي ، چې د خراسان په  نامه د يوې خصوصي افغاني کمپنۍ الوتکه،  چې له خوست څخه بګرام ته پر لاره د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې وه .

وسله والو طالبانو ددغې الوتکې اته تنه ترکي انجنيرانو، دوه روسي او يو افغان پيلوټ تښتولي دي.

وسله والو طالبانو ويلي ، چې د تښتوونکو بهرنيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.