لښکرګاه (پژواک ٣ غويى ٩٢): د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې په ځينو امنيتي پېښو کې شپږ پوليس او دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ولايت مقام له خوا د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ د خانشين ولسوالۍ په وزيراباد سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه، كله چې وسله والو مخالفينو د پوليسو پر يوې ګزمې بريد وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په بريد کې دوه پوليس او دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او شو شمېر وسله وال ټپيان هم دي.
د ولايت مقام وايي، چې تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه كې له غرمې وروسته وسله والو مخالفينو د پوليسو پر امنيتي پوستې وسله وال بريد كړى، چې په ترڅ كې يې څلور پوليس وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغه بريد کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېر يې نه دى ياد کړى.
د يوبل خبر له مخې، د موسى کلا ولسوالۍ په چغالي سيمه كې پر تراكتور د ماين چاودنې دوه ملكي وګړي ټپيان کړي دي.
وسله والو طالبانو پر پوليسو د يادو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.